<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-13 19:33:08    
ځينی سياست وال د اولمپيک سپورټی لوبو ته سياسی رنګ ورکول ردوی

cri

د سين هوا اژانس دخبر له مخې، ځينی سياست والو په وروستيو ورځو کې څرګنده کړې چې داولمپيک سپورټی لوبو ته سياسی رنګ ورکونه ردوی، دغه شان کړه وړه هرومرو ناکاميږی او د بيجينګ اولمپيک سپورټی لوبو د مشال ليږدولو فعاليت ته د زيان رسونکو کړووړو سخته غندنه کوي.

د دېموکراتيکې کوريا د اولمپيک سپورټی لوبو کميټې وياند د روانې مياشتې په ١٢نېټه وويل دوی د بيجينګ اولمپيک سپورټی لوبو د مشال ليږدولو فعاليت ته د زيان رسونکو کړووړو سخته غندنه کوي.

د روسيې د دوما نړيوالو چارو کميټې مشر د روانې مياشتې په ١١ نيټه دغو سپورټی لوبو ته د سياسی رنګ ورکولو سخته غندنه وکړه .

د هند د استازيو جرګې مشر هم د روانې مياشتې په ١١ نيټه وويل چې دغه سپورټی لوبې د نړۍ يو ستر سپورټی فعاليت دی او بايد له سياست سره ونه تړل شی.

د اولمپيک نړيوالې کميټې وياړي مشر خوان انتونيوسامارانچ څوورځې مخکې خبريالانو ته وويل دی د اولمپيک له سپورټی لوبو څخه د سياسی استفادې مخالفت کوي او باور يی څرګند کړ چې چين به له دغو لوبو وروسته نړۍ ته خپلې دروازې نورې هم پرانيزي .