د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نړيوال پولي صندوق د پرېکړې ارګان يعنی نړيوالې پولي کمېټې د اپريل په دوولسمه نېټه پر دې خبره ټينګار وکړ چې د نړيوال اقتصاد په وړاندی د روانې ننګونې د حل و فصل لپاره د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ نژدې همکاري اړينه ده.
دغې کمېټې په همدې ورځ په واشنګټن کې د وزيرانو په کچه له اوولسمې غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل نړيواله پولي ناارامۍ د زياتېدو په حال کی ده، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت ورو کېږی او سږ کال او راتلونکی کال د اقتصادي پرمختګ راتلونکی ښه نه برېښي. نو پرېکړه کوونکي بايد د پولي ستونزو د ليری کولو او د اقتصاد له ابادۍ څخه د ملاتړ او د پيسو پړسوب د مخنيوی لپاره تدبيرونه ونيسی.