د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل د دوولسمې نېټې په شپه د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال په يوه ځانګړې الوتکه کې د ارجنتاين له پلازمېنې بوينوس ايرس څخه د تانزانيا پلازمينې دارالسلام ته ورسيد. دا د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د ليږدولو اتم تمځای دی او په افريقا کی يوازنی ښار دی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت پکې تر سره کيږی.
په تانزانيا کې د اولمپيک لوبو مشال ليږدونکې او د م م د سرمنشی مرستيالې مېرمن انان ديبايجوکا څو ورځې مخکې زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل دا په تانزانيا کې په عادی توګه د اولمپيک لوبو مشال ليږدولو په اړه هېڅ انديښنه نه لري او په دارالسلام کې د مشال ليږدولو بهير د ډاډمنتيا په اړه يې پوره هيله څرګنده کړه.
د يو بل خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو کليو د مشرانو لومړی غونډه د اپريل په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه. په غونډه کې اعلان وشو چې د چين د ملی ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مرستيال او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مرستياله چن جی لي د دوو کليو مشرې په توګه وټاکل شوه.