<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-14 20:16:32    
د ان هوی ولايت په چين کې د بهرنيانو د پانګونې لپاره ښه شرطونه برابر کړي دي

cri

په وروستيو کلونو کې د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې د ژور پلی کولو له امله د چين منځنی سيمې لازيات بهرنی پانګه اچوونکي راجلب کړي چې د ان هوی ولايت پکې شامل دی.دغه ولايت د بهرنيو سوداګرانو لپاره د يو ښه چاپيريال د ښه والی په موخه اقتصادی او تخنيکی سيمه جوړه کړې چې بهرنی پانګه اچوونکيو ترې زياته ګټه تر لاسه کړې او سيمه ايز اقتصاد پرمختک کړی دی.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د ان هوی ولايت په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د چين د ان هوی ولايت مخکنې ترانسپورتی شبکه او بډايه طبيعی سرچينه لري، سربېره پردی د پاملرنې وړ دا ده چې په دغه ولايت کې زيات اقتصادی او تخنيکی سيمې پرتې دي چې د بهرنيو سوداګرانو د پانګونې لپاره مساعدي دي.د ان هوی ولايت د بهرنيو پانګونو د پرمخبيولو چارو ادارې مشر لو هونګ شی وويل  په وروستيو کلونو کې زمونږ د ولايت د بېلا بېلو کچو حکومتونو دغه سيمې د اقتصادی پرمختګ لپاره د ځانګړيو سيمو په توګه ټاکلې او په دغه برخه کې يې د نظامونو اختراعات ګړندی کړی چې د چين په ختيځ د بنسټيزو تاسيساتو له أبادۍ سره تړل شوی دی.

د څو کلونو له أبادۍ وروسته تر اوسه پوری په دغه ولايت کې ٨٩ اقتصادی او تخنيکی سيمې موجودې دي چې په ترڅ کې د دولت په کچه دری دغه سيمې شته.ښاغلی لو وويل دغه سيمې نه يوازی بشپړ بنسټيز تاسيسات لري بلکې د

پانګونې د اړوندې امتيازې تګلارې د پلی کولو ترڅنګ هم د بهرنيو سوداګرانو لپاره لازيات اسانتياوې برابرې کړي د بېلګی په توګه د پروژو د منظورولو بهير اسان کړی او ماليات کم کړی دی.د هيتاچی جيان جی محدود شرکت د دغه ولايت په يوه اقتصادی او تخنيکی سيمه کې د يوې لويې بهرنۍ تصدۍ په توګه وټاکل شو. د دغه شرکت عمومی مدير توچي هيراتا زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل په دغه ولايت کې زمونږ د پانګونې لامل ښه چاپيريال دی. په هغه وخت کې د ان هو ولايت د هه فی ښاروالي مونږ ته امتيازی تګلاره ور کړې د بېلګی په توګه په امتيازی بيه د ځمکو د کارونې حق د تر لاسه کولو او د پروژو د منظورولو په برخه کې لازمه مرسته کړې ده.

هغه وويل په دغه ولايت کې له پانګونې وروسته د شرکت توليداندازه او د توليداتو د پلورنې اندازه کال په کال لوړه شوې ده چې تر اوسه پوری زمونږ د شرکت توليدی اندازه د ٢٠٠٤ کال په پرتله دوه ځله زيات شوی او توليدات مو اندونيزيا، عراق او سينګاپور ته صادر شوی دی.

د بهرنيو پانګونې د راجلبولو ترڅنګ د ان هوی ولايت هم د عصری تکنالوژی لرونکيو چارو ته په درنه سترګه ګوري او په دغه ولايت کې د بهرنيو تصديو د څېړنې موسسو د جوړولو هڅوي.

د ان هوي ولايت د بهرنيو پانګونې د پرمخبيولو چارو ادارې لو هونګ شی وويل په وروستيو کلونو کې په دغو اقتصادی او تخنيکی سيمو کې تر لاسه شوی پانګونه په پر له پسی توګه لوړه شوې ده. هغه وويل  تېرکال د ولايت په کچه په اقتصادی او تخنيکی سيمو کې کارول شوی پانګه له يو مليارډ او پنځه سوه مليون

امريکايی ډالرو څخه اوښتی چې د دغه ولايت د عمومی بهرنۍ پانګونې په سلو کې پنځوس برخه نيولې ده.

که څه هم د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په برخه کې دغه ولايت ځينی ښې پايلې تر لاسه کړې ، خو د ساحلی سيمې په پرتله د بهرنۍ پانګونې پرمختيايی انډول ساتل د دغه ولايت لپاره يو ستونزمن کار دی،هغه زياته کړه چې د ان هو ولايت هم د دغه حالت په وړاندی يو لړ تدبيرونه نيولي دي.ښاغلی لو وويل باور لري چې د بېلا بېلو اړوندو امتيازی تګلارو د پلی کولو له امله ان هوي د خپلو سرچينو په أتکا سره لازيات بهرنی پانګه اچوونکي راجلب کړي او بهرنی پانګونه به د ان هوي ولايت په اقتصادی او ټولنيز پرمختګ کې نه پر ځای کيدونکی رول ولوبوي.