<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-14 20:29:28    
وروسته پاتي له پيشقدم څخه مخکي ښکاري

cri
ددې متل قصه داسي وه چه دوه زره کاله دمخه د چين د هان په سلسله کي د دون هاي ولسوال چه جي ان نوميده ، يو ډير باساتعداده او لايق سړی و ٠ هغه د خپل ماموريت د په غاړهاخيستلو نه وروسته د يوه کال په لنډه موده کي د خپلې ولسوالۍ ټولې چارې په ښه توګه اجرا کړي او ډير برياليتوبونه يي تر لاسه کړل ، نو په دي اثر امپراطور ډير خوشحاله شو او او لوړ مقام ته يي ترفيع ورکړه ٠ خو څرنګه چه جي ان يو پاک نفسه سړی و او په کار کي يي د هيچا لحاظ نه ساته ، نو ځيني مامورين دده څخه خفه شول او ده ته به يي په بد نظر کتل ٠امپراطور د خپل تسلط د ساتلو دپاره يو شمير نوي مامورين مقرر کړل او دا يي وويل چه زه به وروسته تردي د خير خواهۍ سياست وچلوم ٠ خو جي ان امپراطور ته وويل چه اعليحضرته ، يقين لرم چه تاسي د خير خواهۍ سياست نشي چلولی ځکه چه ستاسي زړه له خودخواهۍ او حرص څخه ډک دی ، امپراطور په هغه باندي ډير په قهر شو او وروسته له دي نه يي له ده سره ډيره سړه رويه غوره کړه ٠ پخوا د جي ان مقام په دربار کي تر زياتو مامورينو لوړ و ، خو ورو ورو ځينو ټيټو رقبو مامورينو لوړو رتبو ته ترفيع وکړه او ځيني کسان حتی د صدراعظم او وزيرانو په حيث مقرر شول ٠ دغه وضيعت د جي ان د سخت نارضايت سبب وګرزيد ٠ يوه ورځ هغه امپراطور ته شکايت وکړ چه اعليحضرته تاسي وروسته پاتي له پيشقدم څخه مخکي لوړ مقام ته ترفيع کوي ٠ دده مطلب دا و چه امپراطور ټولو مامورينو ته په سترګه نه کتل چه په نتيجه کي هغه کسان چه زياته سابقه يي نه درلوده ، د سابقه دارو څخه لوړې چوکۍ ته رسيدل ٠ دده دغه خبره ورو ورو د يوه متل په توګه استعمال شوه ٠ دغه متل په لومړي وخت کي انتقادي معني درلوده او د هغو مشرانو په مقابل کي استعمال کيده چه د مامورينو په مقررۍ کي يي غيرمنصفانه چال چلند کاوه . مګر ورو ورو دغه متل د هغو کسانو د ستاينې دپاره هم استعماليږي چه وروسته پاتي له پيشدم څخه مخکي ښکاري ٠