د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو مشال د اپريل په څوارلسمه نېټه سهار وختي د ځانګړی الوتکې له لارې د تانزانيا له پلازمينې دارالسلام څخه د عمان پلازمينې مسقط ته ورسيد چې د مشال د ليږنې نهم تمځای دی.
د سپيڅلي مشال د ليږنې مراسم به د ځاي وخت د څوارلسمې نېټې له غرمې وروسته په پنځو بجو پيل شي. د ليږنې فعاليت به د مسقط د بوستان په چوک کې د سوهار په نامه د لرګيو له بيړۍ څخه حرکت وکړی او د ال قرم په باغ کې به د سپيڅلي مشال د ليږنې د پای ته رسيدو مراسم تر سره شي. اتيا تنه ليږدونکی به د سپيڅلي مشال په ليږنې کې ګډون وکړي. په همدې ورځ به د عمان وګړي د دوديزو جامو په اغوښتلو سره د مشال هرکلی وکړي.
دغه مشال به د اپريل په پنځلسمه نېټه د پاکستان پلازمينې اسلام أباد ته ورسېږي.