د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د اولمپيک لوبو کميټې مشر سيد اريف حسن د اپريل په څوارلسمه نېټه وويل دغه هېواد به په اسلام اباد کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د ليږدونې امنيت د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي. دغه راز هغه په پاکستان کې د مشال د ليږدونې لاره او پلان خپور کړ.
د معلوماتو له مخې: په پاکستان کې به پنځه شپيته تنه ليږدونکی په دغه فعاليت کې ګډون وکړي. ښاغلي حسان څرګنده کړه اوس د دغو فعاليتونو په اړه ټول تياری بشپړه شوی ده چې پاکستان به په شوق او ذوق د اولمپيک لوبو د مشال هر کلی وکړي.
د پلان سره سم به د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د اپريل د شپاړلسمې نېټې په سهار وختي اسلام اباد ته ورسېږي او د مشال د ليږدونې د پرانيستنې مراسم به د همدې ورځ له غرمې نه وروسته په څلورو بجو پيل شي.