د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د سويدن صدراعظم فريدريک رينفيلدت د اپريل په څوارلسمه نېټه وويل دی د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو له مخنيوي سره موافقه نه کوي.
نوموړي په بيجينګ پوهنتون کې له يوې وينا وروسته د يو محصل هغې پوښتنې ته چې د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د سپيڅلي مشال ليږنې په بهير کې د لويديځو هېوادونو په ځينو لويو ښارونو کې د مخنيوي فعاليتونو په هکله څه نظر لری، ځواب ورکړ او ويې ويل چې دی له هغه عمل سره مخالفت کوي او باور لري چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو برياليتوب به د نړۍ لپاره يوه ډېره ښه پيښه وی. ده هيله څرګنده کړه چې دغې لوبې بريالی وشي. هغه وويل د سويدن لوبغاړي به په دغو لوبو کې ګډون وکړي او د دغه هيواد خبري رسني به هم په ښه توګه اړوند خبرونه او تبصرې خپرې کړي.