<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-15 21:05:24    
د اتلاتيک په کورنۍ اتلولۍ کې د چينی لوبغاړيو د تمرينونو برياليتوبونه و ازمويل شول

cri

د ٢٠٠٨ کال د اتلاتيک کورنۍ اتلولي په تېر مارچ کې پای ته ورسيده. چينی لوبغاړيو په دغه اتلولۍ کې يو طلايی مډال او يو برونزي مډال تر لاسه کړ چې له شلو کلونو راهيسی په دغه اتلولۍ کې تر ټولو ښه برياليتوب دی. ځکه چې اوس مهال د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستلو ته يوازې څلور مياشتې پاتې دي، نو د اتلاتيک دغه اتلولي د چينی لوبغاړيو د تمرينونو يوه ازموينه ګڼل کېږي.

په ٢٠٠٨کال کې د اتلاتيک د لومړۍ لويې نړيوالې سيالۍ په توګه، دغه اتلولي چې د هسپانيا په والنسيا ښار کې تر سره شوه، د يو سل او نهه هېوادونو او سيمو څه دپاسه شپږ سوه لوبغاړيو پکی برخه اخيستی وه. چين هم يو پلاوی ليږلی و چې يوولس تنه لوبغاړي پکی وو. د دغو چينی لوبغاړيو تر منځ ليو شيانګ ډېره پاملرنه راجلب کړه. هغه د شپېته مترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستې په نارينه سيالۍ کې طلايی مډال تر لاسه کړ. دا د چينی پلاوی يوازنۍ طلايی مډال و. په دې توګه ليو شيانګ يو داسې لوبغاړی ګرځېدلی چې د اولمپيک لوبو، د اتلاتيک بهرنيو او کورنيو اتلوليو اتل دی او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

ليو شيانګ د خپلو برياليتوبونو په اړه ارام احساسات لري. هغه وايی

بايد ګام په ګام روان اوسم، پخوا مې د اولمپيک لوبو اتلولي تر لاسه کړې او اوس يوازی دا غواړم چې په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړم او نورو شيانو ته پاملرنه و نه کړم.

په دغه اتلولۍ کې ليو شيانګ ډېر وځلېده له سيالۍ مخکې کله چې وياند د ده نوم ياد کړ، ټولو نندارچيانو تودې چک چکې وکړې او ناری يې

وهلې. ليو شيانګ ته د نندارچيانو هر کلی د هسپانيايی لوبغاړو په پرتله کم نه و. له دې څخه څرګنديږی چې اوس ليو شيانګ نه يوازی په کور بلکی په نړۍ کې ستره اغېزه لري. د ليو شيانګ روزونکی سون های پنګ په اند، ليو شيانګ په تېر منی کې په ثابتو تمرينونو کې ډېر پرمختګ کړی او په دغه اتلولۍ کې د ده برياليتوب د راتلونکي لپاره بنسټ ايښی دی. ليو شيان په دغه اتلولۍ کې د طلايی مډال په ګټلو سره د اولمپيک کال لپاره يو ښه پيل جوړ کړ.

پر ليو شيانګ سربيره، نورو چينی لوبغاړو په دغه اتلولۍ کې هم خپل مهارتونه په ښه ډول څرګند کړل او په عادی توګه يې د خپلو تمرينونو حالت ښکاره کړ. لوبغاړې لي مې جو د غونډاری په ښځينه سيالۍ کې برونزی مډال تر لاسه کړ. لوبغاړي شه دونګ پنګ چې له ليو شيانګ سره يو ځای يې د شپېته مترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستی په نارينه سيالی کې ګډون کاوه، په دوهمه سيالی کې نهم ځای ونيوه او په وروستۍ سيالۍ کې يې د ګډون لپاره پرمختګ و نه شو کړی. خو دا له يو کال راهيسی د ده تر ټولو ګړندی سرعت و. پر دې سربيره، لوبغاړې شي لي مې د دری قدمه ليری ټوپ وهلو په ښځينه سيالۍ کې اتم ځای ونيوه او شوی فی د دری زره مترو په واټن ځغاسته کی خپل تر ټولو ګړندی سرعت څرګند کړ. له دې څخه څرګندېږی چې د اتلاتيک په برخه کې چينی لوبغاړی د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره په تياريانو کې ګام په ګام خپله سويه لوړوی.

د چين د اتلاتيک ډلې عمومی روزونکي فنګ شو يونګ وويل دغې اتلولۍ چينی لوبغاړو ته د خپلو ستونزو د پېژندلو او ترميم لپاره يو فرصت برابر کړی دی. دی وايی

په دغه اتلولۍ کې د شی لي مې او لي مې جو په شمول لوبغاړو د ګډون له حالاتو څخه د دوی تمرينونو سويه ښکاريږی. خو د اتلاتيک په کورنۍ سيالی کې زموږ عمومی سويه لوړه نه ده او دا له ډېرو کلونو راهيسی يوه دايمی ستونزه ده. د اتلاتيک په برخه کې د چينی لوبغاړو د تمرينونو نظريې لوړتيا او ترميم کافی نه دی. نو موږ بايد په راتلونکی کې په دغه برخه کې کوششونو ته دوام ور کړو.

له څلورو مياشتو وروسته به د بېجينګ اولمپيک لوبې پرانيستل شي. د ښاغلي فنګ شو يونګ په اند، د دغې اتلولۍ له لارې به د چين د اتلاتيک ډلې په نړۍ کې د خپل ځای نيولو په اړه نور څرګند شي او دا د چينی ډلې لپاره ګټوره خبره ده. دی وايی

دغه اتلولي د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياريانو لپاره د اتلاتيک وروستۍ سيالي ده. په دغه اتلولۍ کې زموږ د ګډون له حالاتو څخه څرګندېږی چې زموږ عمومي سويه په نړۍ کې منځنی ځای نيسی او زموږ د وړتياوو پروګرامونو او لوبغاړيو شمېر لږ دی.