<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-15 20:42:45    
د کرهڼيزو توکيو بيه لوړه شوې ده

cri

اوس مهال د پسرلي په موسم کې دی،په دغه موسم کې د کرهڼيز توليد او د کرهڼيزو توکيو پلورنه او اخيستنه مهم پړاو ته رسيدلې ده.د سختو واورو او بارانونو د اورښت او د نفتو بيو د لوړوالي د اغيزې له امله روان کال د کرهڼيزو توکيو بيه په پرله پسی توګه لوړه شوې او ځينی محصولات د کمښت په حال کی دی.د دغه حالت په وړاندی د چين د مرکزی حکومت بېلا بېلو څانګو د کرهڼيزو توکيو د برابرۍ د زياتوالي او د دغو شيانو د بيو د ثابتېدو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې له مخې يې د غلودانو په شمول د عمده کرهڼيزو توکيو د برابرۍ چارې او د کرنې پرمختګ تامين شوی دی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال دو اينګ په وروستيو ورځو کې وويل د کرهڼيزو توکيو بيو د چټک لوړوالي په وړاندی يې يو لړ تدبيرونه نيولي او د کيمياوی سرې توليدونکو تصديو د توليد چارو ته يې ډېر ارزښت ور کړی او د سرچينو ليږدونه يې پياوړی کړې چې له مخې يې په پسرلي کې د ځمکو کرکيلي په موده کې د کيمياوی سره برابری تامين شوی ده.

دغه کميټه به په عمده توګه د کيمياوی سرې د توليد د ملاتړ په اړه بېلا بېلې تګلارې پلی کړي، د اړوندو تصديو د توليدی چارو د مالياتو لغوه کولو ته به دوام ور کړي،د کيمياوی سرې په توليدی بهير کې به د بريښنا او طبيعی ګازو د کارولو په اړه امتيازی تګلاره پلی کړي او د يون نان، ګوي جو، ان هوي او جيانګ شی په ولايتونو کې به د بريښنا برابرولو د اعاده کيدو په وخت کې د کيمياوی سرې د توليدی اندازې د زياتوالي هڅه وکړي او دغه راز د مهمو توکيو په توګه به د کيمياوی سرې ليږنه ترتيب کړي.

د چين د ماليې وزارت د يوې شمېرنې له مخې د تېلو او کيمياوی سرې په شمول د کرهڼيزو توکيو د بوديجې زياتوالي پر بنسټ به د چين د ماليې وزارت د بزګرانو لپاره د غلودانو کرکيلي په برخه کې نور شل مليارډ او شپږ سوه مليون يوانه ولګوي . په دی کې به د کرنې په اړه مرستندويه پيسې به ٤٨ مليارډ او دوه سوه مليون يوانو ته ورسيږي چې د تېر کال په پرتله په سلو کې ٧٥ زيات شی.د ماليی وزارت دغه پيسې د بېلا بېلو ولايتونو اړوندو څانګو ته ور کړی چې په پسرلي کې د ځمکو له کرکيلي مخکی به بزګران ترې ګټه تر لاسه کړي.

سربېره پردی د چين د سوداګرۍ وزارت او د محصولاتو برابرولو ټولنې د بېلا بېلو ځايونو له اړوندو څانګو څخه غوښتنه کړې چې د پسرلی موسم د توليد له ځانګړيتوب سره سم کرهڼيز توکي واخلي او له ناورينو وروسته د بيا رغونې اړتيا پوره کړي.په همدی وخت کې د چين د کرنې وزارت او د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې هم د کرهڼيزو توکيو بيو د ثابت او د بزګرانو د دندو کمولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي او د کرهنيزو توکيو په بازار کې يې اړوندو تصديو ته لارښوونه کړې چې د کرهڼيزو توکيو د بيو د څارنې تګلارې مراعات کړي او بزګرانو ته لازيات کرهڼيز توکي برابر کړي.