<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-15 20:27:06    
د پاکستان پارلمان د يوې لايحې په تصويبولو سره له م م څخه غوښتنه وکړه چې د بينظير بوټو د وژنې پلټنه وکړي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د اپريل په پنځلسمه نېټه خبر ور کړ چې د پاکستان پارلمان يعنی د استازيو جرګې د اپريل په څوارلسمه نېټه د يوې لايحې په تصويبولو سره له م م څخه غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د پخوانې صدراعظمې او د خلکو ګوند مشرې بينظير بوټو د وژنې پېښې پلټنه وکړي .

دغه لايحه چې د پاکستان د عدلې وزير فروک نيک لخوا وړاندی شوی وه، په همدې ورځ د پارلمان په غونډه کې د ټولو غړيو لخوا موافقه شوې ده. دغه لايحه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې م م ته يو وړانديز وکړي چې د بينظير بوټو د وژنې پلټنې په اړه يوه ځانګړی کمېټه جوړ کړي تر څو مجرمينو ته سزا ور کړی شي.