د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبی قطب په اړه د چين څلورويشتمې څېړونکی ډلې په يو سل او شپږ پنځوس ورځو کې په بريالی توګه خپله دنده تر سره کړی او د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه بيرته د چين په شانګهای کې د قطبی څېړنيزې اډې ته راستنه شوه.
څېړونکی ډلې په دغه سفر کې د علمی څېړنې شپږڅلويښت پروګرامونه او يوولس لوژيستيک کارونه تر سره کړی دی. په دغه ډله کې اوولس تنه غړيو د ٢٠٠٨ کال د جنوری په دوولسمه نېټه له سمندري سطحی څخه د ٤٠٩٣ مترو په لوړتيا د جنوبی قطب تر ټولو لوړ ځای ته پورته کړ چې دا د انسانانو په تاريخ کې دوهم ځل دی. دوی د پرمختللو علمی چارو په برخه کې يو شمېر ځانګړی برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
دغه څېړونکی سفر د شوی لونګ په نامه د قطب څېړونکی بيړۍ لپاره تر ټولو اوږد سفر و.