<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-15 21:10:36    
د سودان په واو کې د چين په سوله ساتو ځواکونو کې لس تنه ښځينه سرتيري

cri

د سودان په واو کې د چين په ډله ايزو سوله ساتو ځواکونو کې لس تنه ښځينه سرتيري شته چې د وګړيو له خوا د سرو زرو لس ګلونه بلل کېږي.

دغه ښځې د سوله ساتو ځواکونو په طبی ډله کې کار کوي چې عمده دنده يی په سودان کې د م م د ځانګړی ډلې په دوهمه سيمه کې د پوځي او ملکی چارواکيو روغتيا ساتل دي.

ما باو لان چې د رنځورپالو مشره ده، هره ورځ ډيره بوخته وي. يوه ورځ د دې لومړۍ ناروغه د دغې سيمې د رومبک په سيمه کې د ادارې مشرې وه چې زولو مالا نومېده. مېرمن زولو مالا تل له دغو ښځينه سرتيريو سره اړيکې لري او ورته لوړه ستاينه کوي او وايي چې دغو سرتيريو ورسره ډيرې مرستې کړې دي. دوی تل د ناروغانو پوښتنو ته ښه ځوابونه ورکوي. د دغو ښځينه سرتيريو پر مخونو همېشه خندا ليدل کېږي.

مېرمن ما باو لان د تېر کال په سپتمبر کې سودان ته ورسيده. په تېرو څو مياشتو کې هغې له خپلو ملګرو سره په دغه سيمه کې د سوله ساتو ځواکونو د روغتيا ساتلو لپاره کوښښ کړی دی.

که څه هم په دغه سيمه کې د دوی د ژوند او کار شرايط ډير سخت دي، خو دوی د نورو ښځو غوندې يوه هيله لري هغه د لا ښکلی شي. د کلتور چارواکې ياو ينګ ينګ وايي چې سودان ته له تللو مخکې يې د ښکلا او سينګار مواد خرڅلاو کاوه. خو په دغه سيمه کې د موادو ترانسپورت د جګړې له امله ډير ورو دی. نو ځکه دغه

مواد پنځه مياشتې وروسته د ياو ينګ ينګ د دندی سيمې ته ورسېدل. ياو ينګ ينګ د دغې پېښې د يادونې پر وخت وويل (( په فارغ وخت کې مو د ښکلا او سينګار له موادو څخه استفاده کوله. نارينه سرتيريو به تل راڅخه پوښتنه کوله چې دغه مواد څه رول لری؟ په ريښتنې توګه دغه مواد هېڅ رول نه لوبوي، ځکه چی چاپيريال ډير سخت دی. ))

د ياو ينګ ينګ له خبرو څخه د خوشبينی احساس کولای شي. دوی د سرتيريو په توګه د ډيرو ستونزو په له منځه وړلو سره ژوند کوي.خو دوی تل د ميندو په توګه خپلو ماشومانو يادونه هم کوي. دغه لس تنه ښځې واده شوې دي او زياتره يی ماشومان لري.

د دغو ښځو يوې ملګرې هه شاو وو د دوی د يادونې په وخت کې وويل (( زما په اند، دوی له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي. د دوی ماشومانو عمر کم دی چې د يو يې يوازی اته مياشتې دی. خو دوی د خپلو کارونو له امله خپلو کورنيو ته پوره پاملرنه نه شي کولای.

له دوه مياشتې وروسته به په دغه هېواد کې د دغو ښځو دنده پای ته ورسېږي. په هغه وخت کې به دوی په خوشحالی سره بېرته چين ته ستنې شي.