د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين او پاکستان د اپريل په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. په اعلاميه کې ويل شوي چې له چين څخه د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو مشرانو صميمی او دوستانه خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو پر دې خبر ټينګار وکړ چې بايد د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې ټينګې شي.
چين د خپل حاکميت، خپلواکۍ او خاورې د بشپړتيا د ساتنې لپاره د پاکستان له کوششونو څخه ملاتړ څرګندوی او د سيمه ايزې سولې، ثبات او امنيت د پرمخبيولو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان د رول ستاينه کوي.
پاکستان دغه خبره تکرار کړه چې په پر له پسی توګه د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي، د چين له يووالي څخه ملاتړ کوی او د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او تندلارۍ له دريو ځواکونو سره ټينګ مخالفت کوی.