<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-15 20:55:37    
د چين د تودې سيمې مشهور سيلانی ښار سان يا

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او چين ته د سفر پروګرام نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. روان کال د چين د های نان ولايت د جوړولو له شلمې کاليزې سره برابر دی. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د تودې سيمې د سيلاني مشهور ښار سان يا په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

سان يا د چين په جنوبي څنډه کې پروت او په توده سيمه کې يوازنی ساحلی ښار هم دی . د ژمي په موسم کې سان يا د امريکا د هاوايی ټاپوګانو او د تايلند د پوکېټ ټاپو په شان ډېره ګڼه ګوڼه وي. سيلانيان وايی

موږ په تېرو پر له پسی دريو کلونو کې دلته راغلی يو ځکه چې د دې سيمې له پاکې هوا سره مينه لرو. هره ورځ سهار او ماښام د سمندر غاړې سيل کوو .

دلته هوا ډيره تازه او پاکه ده. زه له سپورتې لوبو سره مينه لرم. پردې سر بيره د نان شان له معبد سره هم علاقه لرم. دا يو ډېر ښکلی معبد دی.

په سان يا کې هر ځای د ليدو وړ دی . مثلا تاسی کولی شی چې د نان شان معبد زنګ او د تان يا های چياو د ډبرينې کتيبې تر څنګ لرغونی کيسې واورئ. تان يا های چياو د لرغونو چينايانو لخوا د ځمکې وروستی نقطه بلل کېده ، يا هم د ملي لږکيو وګړيو لخوا جوړ شوي لاسي شيان واخلئ او يا د شپې لخوا پر سمندر غاړه کې له خوشحاليو څخه په ډکه غونډه کې ګډون وکړئ

د چين له نورو ساحلي ښارونو سره د سان يا يو ځانګړی توپير دا دی چې په سان يا

کې سيلانيان دا احساسوی چې ښايی له چين څخه بهر هېواد ته تللي وي ځکه چې په بارونو کې ډېر مشتريان لويديځيان دي او خدمتګاران هم په روانه روسي او انګريزي ژبه خبری کولی شی.

يوه روسۍ نجلۍ ناجيا له چين سره بلده نه ده خو د چين زياتو ښارونو ته تللې ده . دا نژدې هر کال سان يا ته راځي . دې وويل

د شپې مهال بار ته ځم يا د سمندر غاړې سيل کوم او تر دوولسو بجو حتی د دوهمې ورځې له دريو بجو وروسته بيرته هوټل ته ځم . دلته ترافيکی شرايط زموږ له وطن څخه غوره او امنيتی حالت يی هم ښه دی.

نن ورځ سان يا ته د سيلانۍ او روغتيا ساتنې په موخه ورتګ اوج ته رسېدلی دی. د ٤٥ هېوادونو د ١٥٨ ښارونو د هغې پلټنې له مخې چې د نړۍ د چاپيريال ساتنې ادارې لخوا ترسره شوې ، د هوا کيفيت له پلوه سان يا د کيوبا له هاوانا وروسته دوهم مقام نيسي ښايی چې هم دا د سيلانيانو راجلبولو لامل وي.

سپين ږېری جو چې يوه مياشت مخکې له خپلې ميرمن سره له شانګهای څخه سان يا ته تللی ، خبريال ته وويل تقريبأ څلويښت ورځې کېږي چې سان يا ته راغلي يو . ميرمن می د تنفس او فشار ناروغي لری ، عجيبه خبره خو دا ده چې سان يا ته له راتګ وروسته ددې د وينې فشار ټيټ شوی دی . دلته هوا ډېره پاکه او يخ ژمی نه لری ، نو سان يا د زړو کسانو د ناروغيو درملنې او استراحت لپاره ډېر مناسب ځای دی.

سان يا ته د بهرنيانو د ورتګ موخه دا ده چې د چين د دوديزو طبي لاروچارو په وسيله ناروغيو درملنه وکړي. خبريال له ښاغلي ايوان سره د مرکې په ترڅ کې معلومات تر لاسه کړل چې دا دوهم ځل دی چې دی د غاړې ناروغۍ درملنې لپاره له

روسيې څخه سان يا ته راځي او ښه پايله يې تر لاسه کړېده.

د يوې شمېرنې له مخې تير کال پنځه سوو زره بهرنيان سان يا ته تللي چې دغه شمير د وړم کال په پرتله په سلو کې دېرش زيات شوی او زياتوالی يی له نورو هېوادونو څخه چټک و . د سيلانۍ چارو د پرمختګ تر څنګ د هوټلونو او ودانيو جوړولو چارو هم پرمختګ کړی دی. د سان يا د هوټلونو چارو ټولنې د مشر ښاغلي ليو ګای چيانګ په وينا که څه هم په سان يا کې نهه پنځه ستوريز هوټلونه شته ، خو د سيلانيانو له چټک زياتوالي سره سمون نه لری. د های نان ولايت د سيلانۍ چارو لوی مدير ښاغلي جانګ چي د سي ار اې راډيو له لارې د نړۍ سيلانيانو ته بلنه ورکړه چې سان يا ته سفر وکړي . ده وويل

سان يا بهرنيو سيلانيانو ته هر راز غوره خدمتونه او ډول ډول ځانګړي شيان برابروي . های نان ټاپو په ختيځه نړۍ کې د سيلانيانو جنت دی او زه تاسو ته بلنه درکوم چې های نان ته راشئ.