<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-16 19:22:41    
درېيم لوست

cri

ستاسی د زېږېدنې ورځ مبارک شه!

وې: اسلام عليکم! دا جيا هاو! د هرې ورځې چينی ژبی لوست پروګرام ته مو زه وې وې هر کلی کوم.

تائب : دا جيا هاو! زه تائب يم.

وې: په تېر لوست کې مو ځينې جملې زده کړې. د بېلګې په توګه، په چينی ژبه يو چا ته د مننې څرګندول.

تائيب: چې په چينی ژبه ويل کېږی: شيی شيی او يا شيی شيی ني.

وې: هو، سمه ده او د مننه وړ نه دی په چينی ژبه څنګه ويل کېږی؟

تائب: دا په چينی ژبه بو يونګ شيی.

وې: بخښنه غواړم په چينی ژبه دوې بو چي ويل کېږی.

تائب: دوې بو چي.

وې: نو دغې جملې ته بيا ځواب کول کېږی؟ په ياد مو دی؟

تائب: هو، زما په اند، مې ګوان شي او يا مې شه ويل کېږی.

وې: ډېر ښه! د دې لپاره چې په ژوره توګه مو دغه جملې په فکر او ياد کې پاتې شي، نو موږ به يو ځل بيا دغه مرکه واورو.

A: ډېر مننه ! ! 非常感谢

B: د مننه وړ نه دی. 不客气!

( د بوتل د ماتېدو اواز )

A: بخښنه غواړم. 对不起!

B: پروا نه لري. 没关系!

A: بخښنه غواړم. 对不起!

B: پروا نه لري. 没事儿!

وې: ډېر ښه. دا د تېر لوست تکرار و او اوس به ننني لوست ته دوام ور کړو.

تائب: سمه ده، لومړی به د نننی لوست مهم ټکي سره ولولو:

د زېږېدنې ورځ مو مبارک شه! 祝你生日快乐!

د څښاک ګېلاس پورته کړئ! 干杯!

ستاسی د ټليفون شمېره څو ده؟ 你的电话号码是多少?

وې: ډېر ښه، په ننني لوست کې به موږ د يو ملګری د زېږېدنې ورځې د مبارکې په غونډه کې ګډون وکړو.

تائب: ډېر ښه دی. په پښتو ژبه کله چې موږ د زېږېدنې ورځ د مبارکې په غونډه کې ګډون کوو، نو وايوو چې د زېږېدنې ورځ مو مبارک شه! دا په چينی ژبه څنګه ويل کېږی؟

وې: تاسی ويلی شئ جو ني شنګ ژه کوای له (! 祝你生日快乐)

تائب: جو ني شنګ ژه کوای له!

وې: جو يعنی د ښې هيلې او مبارکۍ څرګندونه ده.

تائب: جو.

وې: ني يعنی ته يا تاسی.

تائب: ني.

وې: شنګ ژه يعنی د زېږېدنې ورځ.

تائب: شنګ ژه.

وې: د پاملرنې وړ خبره دا ده چې شنګ يعنی زېږېدل او ژه يعنی ورځ. نو شنګ ژه سره يو ځای يعنی د زېږدنې ورځ .

تائب. شنګ ژه.

وې: کوای له يعنی خوشحاله او نيکمرغه .

تائب: کوای له.

وې: دغه جمله به يو ځل بيا ورو ورو سره واورو. جو ني شنګ ژه کوای له .

تائب: جو ني شنګ ژه کوای له!

وې: سمه ده. دغې جملې ته په ځواب کې موږ بيا هم شيی شيی وايو چې په تېر لوست کې مو زده کړې وه.

تائب: جو ني شنګ ژه کوای له!

وې: اوس به مرکه واورو:

تائب: سمه ده.

لومړۍ برخه:

A: دا زما کشره خور ده او نن ورځ د دې د زېږېدنې له ورځې سره برابره ده.

这是我妹妹,今天她生日。

B: د زېږېدنې ورځ دې مبارک شه! 祝你生日快乐!

C: مننه ! 谢谢!

وې: نو موږ به

تائب: مېرمن موې يو شېبه، په انګليسی ژبه کې يوه سندره ده چې نوم يې

"happy birthday to you" نو ايا په چينی ژبه هم همداسې کومه سندره شته ؟

وې: هو، شته. راځه چې اوس يې سره يو ځای واورو.

تائب: ډېر ښه!

( سندره )

وې: دا يوه عادی خبره ده چې يو څوک د خپلې زېږېدنې ورځې د مبارک په غونډه کې نورو ملګرو ته د ګډون بلنه ور کړي.

تائب: هو، همداسې ده او موږ په پښتو ژبه وايو مهربانې وکړئ او څښئ! په چينی ژبه څنګه ويل کېږی؟

وې: تاسی ويلی شي ګان بيی 干杯

تائب: ګان بيی.

وې: ګان يعنی وچ.

تائب: ګان.

وې: بيی يعنی پياله يا جام

تائب: بيی.

وې: ګان بيی.

تائب: ګان بيی.

اوس مرکه واورو.

دوهمه برخه:

A: 干杯!

B: 干杯!

تائب: سمه ده، پوه شوم، کله چې يو کس ګان بيی وايی، نو زه هم ور ته ګان بيی ځواب ور کوم. سمه ده؟

وې: هو، بشپړه سمه ده. ګان بيی 干杯

تائب: ګان بيی.

وې. نو يو ځل بيا دغه ديالوګ واورو، کېدای شي؟

تائب: ښه دی.

دوهمه برخه:

A: 干杯!

B: 干杯!

تائب : کله چې غونډه پای ته رسيږی، موږ بايد له ملګرو سره مخه بښه او د خدای اماني وکړو او ښايی د ځينو نويو ملګريو د ټليفون شمېرو تر لاسه کولو غوښتنه وکړو. دا په چينی ژبه څنګه ويل کيږی؟

وې. تاسی ويلی شئ ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو؟ 你的电话号码是多少

تائب: ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو زما لپاره يوه ډېره اوږده جمله ده. کېدای شي چې لغت په لغت ژباړه يې واورو ؟

وې: ولې نه، ني ده يعنی ستا.

تائب: ني ده.

وې: ديان هوا يعنی ټليفون

تائب: ديان هوا.

وې: هاو ما يعنی شمېره.

تائب: هاو ما.

وې: ديان هوا هاو ما يعنی د ټليفون شمېره.

تائب: ديان هوا هاو ما.

وې: څو ده، په چينی ژبه کې يعنی شه دوه شاو، شه دوه شاو "是多少"

تائب: شه دوه شاو.

وې: اوس به دغه جمله سره يو ځای تمرين کړو. ني ده ديان هوا هاو ما. ستا د ټلفون شمېره.

تائب: ني ده ديان هوا هاو ما

وې: شه دوه شاو

تائب: شه دوه شاو.

وې: يو ځل بيا به بشپړه جمله ورو ورو ووايو. ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو. 你的电话号码是多少

تائب: ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو.

وې: ډېر ښه. يو ځل بيا مرکه واورو چې څرګنده شي چې ايا تاسی په دغه جمله پوه شوي ياست که څنګه.

تائب: سمه ده، زه به بې هم په غور سره واورم.

درېيمه برخه:

A ستا د ټليفون شمېره څو ده؟ 你的电话号码是多少?(背景欢笑声)

12345678 B

وې: پوه شوم؟

تائب: بخښنه غواړم، د دوی خبری ډېرې ګوندی دی، زه سم پرې پوه نه شوم.

وې: پروا نه لري. دغه جمله به يو ځل بيا واورو. ني ده يعنی ستا.

تائب: ني ده.

وې: ديان هوا يعنی ټليفون

تائب: ديان هوا.

وې: هاو ما يعنی شمېره

تائب: هاو ما.

وې: ديان هوا هاو ما يعنی د ټليفون شمېره

تائب: ديان هوا هاو ما

وې: په چينی ژبه کې شه دوه شاو، شه دوه شاو، يعنی څو ده

تائب: شه دوه شاو.

وې: دغه جمله به يو ځل بيا تکرار کړو: ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو.

تائب: ني ده ديان هوا هاو ما

وې: شه دوه شاو

تائب: شه دوه شاو

وې: ني ده ديان هوا هاو ما

تائب: ني ده ديان هوا هاو ما

وې: ستا د ټليفون شمېره څو ده؟ ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو.

تائب: ني ده ديان هوا هاو ما شه دوه شاو.

وې: اوس به يو ځل بيا دغه مرکه واورو.

درېيمه برخه:

A ستا د ټليفون نامر څه دی؟ 你的电话号码是多少?(背景欢笑声)

12345678 B

تائب: مېرمن وې وې، په دغه مرکه کې مو څو شمېرې واورېدې، په چينی ژبه شمېرې څنګه ويل کېږی ؟

وې: دا يوه ښه پوښتنه ده. زه به يی تاسې ته وژباړم. صفر ته په چينی ژبه لينګ ويل کېږی.

تائب: لينګ

وې: يو، دوه ، دری يعنی اي، ار، سان

تائب: اي، ار، سان، او څلور، پنځه، شپږ څنګه ويل کيږی؟

وې: سه، وو، ليو

تائب: سه ، وو، ليو

وې: چي يعنی اووه.

تائب: چي او اته، نه؟

وې: با، جيو.

تائب: با، جيو. خو که موږ دغه دوه شمېرنې سره يو ځای ووايو، څه مانا لري؟ د بېلګې په توګه، جيو با؟

وې: جيو با يعنی بار، دا بشپړه توګه يو بېل لغت دی.

تائب: سمه ده، بايد په ياد يې ولرم.

وې: هو، اوس يوازی لس پاتی شول. لس په چينی ژبه څنګه ويل کيږی؟

تائب: لس شه ويل کېږی.

وې: ډېر ښه ! يو ځل بيا لينګ يعنی صفر، اي يعنی يو، ار يعنی دوه، سان يعنی دری، سه يعنی څلور، وو يعنی پنځه، ليو يعنی شپږ، چي يعنی اووه، با يعنی اته، جيو يعنی نهه او شه يعنی لس. يو ځل بيا.

وې & تائب: 0 1 2 3 4 5 6 7 8 9 ( په چينی ژبه )

وې: سمه ده. دا يو ښه پيل دی. په راتلونکو څو ورځو کې به د نورو شمېرو زده کړې ته دوام ور کړو.

تائب: سمه ده. اوس به يو ځل بيا ټولې نننۍ مرکې واورو.

لومړی برخه:

A: 这是我妹妹,今天她生日。

B: 祝你生日快乐!

C: 谢谢!

دوهمه برخه:

A: 干杯!

B: 干杯!

درېيمه برخه:

A ستا د ټليفون شمېره څو ده؟ 你的电话号码是多少?(背景欢笑声)

12345678 B

وې. د پروګرام په دې وروستۍ برخه کې به د چين د کلتور په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو:

په چين کی دا عادی خبره ده چې له يو چا څخه د عمر په اړه پوښتنه وکړي. دغه عمل يو بل چا ته د پاملرنې معنی ور کوي. د بېلګې په توګه، دوی د نين ګاو شو په ويلو سره له يو سپين ږېری پوښتنه کوی چې عمر يې څومره دی. له دې جملې څخه د درناوی مانا هم څرګندېږی. اوس ډېر زيات ځوانان په خپلو کارونو بوخت دي او د

يوې ملګرې د لټولو وخت نه لري. ښايی دوی په خپلو کارونو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو پلرونه او ميندی يی هم پر دوی فشار راوړي چې خپل ځان ته ملګرې ولټوي. د دغو لاملونو له مخې ښايی دوی د عمر پوښتنې په اړه خوشحاله نه وي. نو کله يې چې له يو بل چا سره اړيکی نه وې ټينګې شوي، نو د عمر په اړه به پوښتنه و نه کړي.

تائب: ګرانو دوستانو، اوس د پروګرام پای ته ورلنډ شوي يوو، نو د پخوانيو پروګرامونو په شان، بيا هم ستاسو لپاره يوه کوچنی پوښتنه موجود ده. د زېږېدنې ورځ مو مبارک شه! په چينی ژبه کې څنګه ويل کيږی؟

وې: که تاسی د دغې پوښتنې ځواب نننی درس ته په غوږ نيولو سره زده کړی وي، نو موږ ته يې د برېښناليک له لارې راولېږئ. زموږ د برېښناليک پته دا ده : pushtu@cri.com.cnکه تاسی غواړئ د د غه پروګرام تکرار واورئ او هم يې پر انټرنيټ ولولئ، نو زموږ وېبپاڼه وګورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: pushtu.cri.cnخداي پامان. ځای جيان.

تائب: ځای جيان. باو جونګ.