<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-16 19:34:29    
په فو جو ښار کې يوه سپين سری امريکايی ښوونکې

cri

امريکايی سپين سرې بيتس ريويت نژدې اتيا کلنه ده، دا په خپل وطن کې يو نېکمرغه کور لري چې دری لوڼي، يو لمسی او پنځه کړوسيان ورسره ژوند کوي. دا له دغه شان ښو شرايطو سره سره له دومره ليری ځای څخه چين ته راغلې او په چين کې په وړيا توګه تعليمی چارې ترسره کوي. دی په چين کې څه دپاسه لس کلونه تير کړي دي . د پروګرام په نننې کړۍ کې به په فو جو ښار کې له دغه امريکايی ښوونکې سره له نژدې وګورو.

مېرمن ريويت په اروا پوهنه کې ډاکتري لری او په تېرو ٥٦ کلونو کې يی د ښوونکې دنده ترسره کړې ده. چين ته له راتګ مخکې، مېرمن ريويت له څه دپاسه اوويا هيوادونو څخه ليدنه کړې وه . مېرمن ريويت چې اوس تقاعد شوې ١٥ کاله مخکې يی يوه ورځ له غرمې وروسته ناڅاپه په ورځپاڼه کې د چين د فوجو ښار د هوا نان په نامه د ښځينه ښوونځی په اړه يو مضمون ولوست. نوموړی په دې اړه وويل چې ما په يوه امريکايی ورځپاڼه کې د هوا نان د ښځينه ښوونځی په اړه يو خبر ولوست چې د ډاکتر ليو له خوا ليکل شوی و. ډاکتر ليو له ياد شوی ښوونځی څخه فارغ شوی او په دغه ښوونځی کې يی تعليمی چارې ترسره کولې . بيا وروسته هغه امريکا ته کډه شوې و چې په يوه ورځپاڼه کې يی د هوا نان د ښځينه ښوونکی په اړه يو مضمون ليکلی دی. کله چې ما دغه خبر ولوست زه سمدلاسه له دندې تقاعد شوم . ما فکر وکړ چې ولی په دغه ښوونځی کې درس ورنه کړم ؟

په سر کې مېرمن ريويت چين ته د تګ په اړه انديښمنه وه ځکه چې هيڅکله چين ته نه وه راغلې او د ياد شوی ښوونکی په اړه يی هيڅ معلومات هم نه درلودل . نو مېرمن

ريويت ډاکتر ليو ته يو پيغام واستوه او په ياد شوی ښوونځی کې يې پنځو بهرنيو ښوونکو ته تېلېفون وکړ چې د دغه ښوونځی په اړه ځينی معلومات ترلاسه کړي. مېرمن ريويت له دغو کسانو ځخه يو شان ځواب ترلاسه کړ چې يو ښه ښوونځی، ډېر ښه خلک او ډېر ښه چاپيريال دی .

د ١٩٩٢ کال په اګيست کې ٦٤ کلنه ريويت د چين د جنوب فوجو ښار ته راغله . کله چې هغه په الوتکه کې سپره شوه فکر يی کاوه چې دغه ښار به څنګه وی او خلک به يی مهربانه وی که نه ؟ خو کله چې له هوايی ډګر څخه ووتله دغه ټولې انديښنې يی ليری شوې .

نوموړې په دې اړه وويل کله چې زه له هوايی ډګر څخه ووتلم دری کسان می وليدل. دوی يوه لوحه پورته نيولې وه او دغه شعار پرې ليکل شوی وچې د هوا نان ښځينه وونځی ته ښه راغلئ .

د هوا نان ښځينه مسلکی ښوونځی يو سل کلن شخصی لوړپوړی مسلکی ښوونځی دی . دغه ښوونځی د فو جو ښار په ليری سيمه کې پروت دی چې د غره پر لمن جوړ شوی او له دی څخه د ښار ټوله سيمه کتل کېدی شی . مېرمن ريويت له دغه ښوونځی سره ډېره مينه لری او اوس هلته له خپل ژوند سره بلدتيا موندلې ده.

هغې وويل چې دغه ښوونځی ته د راتګ له دوو اوونيو وروسته مې پريکړه وکړه چې دلته پاتی شم .

د مېرمن ريويت په اند د زده کوونکو لپاره يوازی کتابونه لوستل کافی نه دي ځکه چې لازيات معلومات او تجربې په ژوند او کارونو کې ترلاسه کيږی. له لسو کلونو راهيسی مېرمن ريويت هرکال له زده کوونکو سره يو ځای موزيومونو، هنری نندارتونونو او د ځنګلونو باغونو ته ځی . په وروستيو ورځو کې دغې سپين سرې ته يو

نوی فکر پيدا شوی او په دې اړه هغې وويل چې په راتلونکی اوونۍ کې به زه زده کوونکي يو پنځه ستوريز هوټل ته بيايم . له دوی څخه هيڅ کس دغه شان هوټل ته نه دی تللی . زه به اړوند لګښتونه ورکړم او زه غواړم له هغو زده کوونکو سره مرسته وکړم چې مرستو ته اړتيا لری .

د دغه ښوونځی مشر لين بن چون وويل چې مېرمن ريويت د دغه ښوونځی لپاره ډير اهميت لری چې رول يی نه شی پرځای کيدای. هغه له دغه ښوونځی سره ډېره مينه او د ښځينه ښوونې او روزنې لپاره خدمتی رويه هم لری . ډېر ښوونکی د دی له لارې دلته راجلب شوی دی .

په ٢٠٠٦ کال کې مېرمن ريويت د چين د حکومت له خوا د هيواد د دوستۍ مډال ترلاسه کړ چې د چين د ښوونې چارو د پرمختګ لپاره د دې د خدمتونو يادونه په کې شوې ده.

مېرمن ريويت وويل که روغيايی حالت يی ښه وی نو دا به په چين کې پاتی شوې وی او په هوا نان ښځينه ښوونځی کې به يی خپلې دندې ته دوام ورکړی وی . چين اوس د دی يو بل وطن دی چې د دی کورنی او هم ډير دوستان يی په کې شته دي .