<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-16 20:55:58    
د چين حکومت نژدی شل مليون تنه محصيلينو ته يو مليارډ او شپږ سوه مليون يوانو په ارزښت مرسته کوي.

cri

د چين د ماليې او ښوونې وزارتونه د روان کال له مارچ څخه تر جون پورې د ژوند ښه والي لپاره د هېواد نژدی شل مليون تنه محصيلينو ته هره مياشت د هر تن پر سر شل يوانه مرسته کوي او پر دې سربېره د هېواد د ټولو پوهنتونونو يو پر پنځمه برخه بې وزليو زده کوونکيو ته د هر تن پر سر نور زيات شل يوانه ورکوي.

د ښوونې وزارت يو اړوند چارواکي وويل د چين د کمونست ګوند مرکزي کمېټه او دولتي شورا د محصيلينو ژوند ته زياته پاملرنه کوي او د چين کمونست ګوند مرکزي کمېټې مشرانو څو ځله له اړوندو څانګو څخه غوښتنه کړې چې د مصيلينو ژوندانه مسئلې ته پام وکړي. د چين مرکزي او ځايي حکومتونو په دې برخه کې شل مليون تنه محصيلينو ته په عمومي توګه يو مليارډ او شپږ سوه مليونه ورکړي دي. بر سېره پر دې، مرکزي حکومت څلور مليون بې وزليو زده کوونکيو ته د درې سوه او شل مليون يوانو په ارزښت بسپنه ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه چې د تېر کال له نومبر راهيسي په پوهنتونونو کې له زده کوونکيو سره د مرستې سيستم پر له پسې بشپړ او پلی شوی دی. مرکزي حکومت د هېواد په پوهنتونونو کې په سلو کې شل بې وزليو زده کوونکيو ته د هر تن پر سر هر

کال دوه زره يوانه ورکوي او په سلو کې درې غوره خو بې وزليو زده کوونکيو ته د هر تن پر سر هر کال پنځه زره يوانه ورکوي او په سلو کې صفر اعشاريه درې ځانګړيو غوره زده کوونکيو ته د هر تن پر سر هر کال اته زره يوانه ورکوي.

د مرکزي او ځايي حکومتونو يادې شوې تګلارې ډېرې اغېزمنې دي. زياتو محصيلينو څرګنده کړې چې زده کوونکيو ته د پيسو ورکولو له لارې پر دوی د ژوندانه فشارونه کم شوي او هر زده کوونکی تر ګټه اخيستې ده. د زياتو بې وزليو زده کوونکيو په أند، ګوند او حکومت د دوی د ستونزو ليری کولو لپاره دوی ته پيسې ورکوي او د دوی ژوند ضمانت کوي. په پوهنتونونو کې له زده کوونکيو سره د مرستې سيستم د بنسټيز ژوند په اړه د بې وزليو زده کوونکيو اړتياوې پوره کولای شي. زده کوونکي په دې نظر دي چې دوی د دغې تګلارې له امله د کمونست ګوند او حکومت پاملرنه احساس کړې ده.