د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اپريل د ١٦ نېټې د شپې په دوولسو بجو او ٢٥ دقيقو د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو مشال په يوه ځانګړی الوتکه کې د پاکستان پلازمېنې اسلام أباد ته ورسېد چې په دی سره له چين څخه بهر لسم ځای کې د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو مشال لېږدونې فعاليت پيل شو . دا په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د اولمپيک لولو مشال لېږدول کېږي چې په اسلام أباد کې يې تو د هرکلی وشو .
د پاکستان د اولمپيک سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټې مشر سيدعارف حسن او په دغه هېواد کې د چين لوی سفير لو جاو هوی د هرکلی په مراسمو کې ګډون وکړ . د مشال لېږدونه به د همدی ورځی له تر غرمی وروسته په ٤ بجو پيل شي چې٦٥ تنه به لېږدونکيو په کې ګډون وکړ.