<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-17 14:38:07    
د شين جيانګ د پلټنې او نقشې جوړولو دوهم اکاډمی د مرګ پر سمندر بری وموند

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مو شين جيانګ ته د کتنې پروګرام ته هرکلی کوم. هيله لرم چې د پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ .

تاکلاماګن په شين جيانګ کې د چين تر ټولو لويه صحرا ده . د دغې صحرا په ختيځه برخه کې د لوبوپو په نامه يوه کښته سيمه هم شته . دوه مليون کاله مخکی په دغه سيمه کې د چين دوهم لوی کورنی سيند و. په تاريخ کې د دغه سيند مساحت ٥٣٠٠ مربع کيلومترو ته رسيده خو د اقليمی شرايطو د بدلون له امله د تيرې پيړۍ په درېيمه لسيزه کې دغه سيند يوازی ١٩٠٠ مربع کيلومتره مساحت درلود . په همدې توګه تر ١٩٧٢ کاله پوری د دغه سيند وروستۍ اوبه هم تويی شوې او لوبوپو په يوه وچه سيمه بدله شوه.

د ډېرو کلونو په اوږدو کې د چين په ملی نقشه کې د لوبوپو دغې سيمې تفصيلی بڼه نه وه څرګنده شوې، ځکه هيڅ کس په دی نه پوهيده چې دغه کښته سيمه څومره لويه وه .

د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د شين جيانګ د پلټنې او نقشې جوړولو دوهم اکاډمی ١٢ تنه کارکوونکی د لومړی ځل لپاره دغې بی خونده او عجيبې سيمې ته ولاړل . دوی غوښتل چې د لوبوپو او شاوخوا سيمې د پلټنې او نقشې جوړولو کار پوره کړي چې د چين د لويديځې سيمې د يو په ٥٠٠٠٠ درجه نقشه کې تشه پاتې ده .

لوبوپو د چين د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د مغولی قوم د باين ګوله د خپلواک ښار د ژو چيانګ ولسوالی په ختيځه برخه کې پرته ده. دغه سيمه له ختيځ څخه تر لويديځ پوری ١٠٦ کيلومتره او له جنوب څخه تر شمال پوری ١٨٦ کيلومتره واټن لری چې مساحت يی ١٩ زره او ٨٠٠ مربع کيلومترو ته رسيږي. د دغې سيمې جيولوژيکی حالت ډير پيچلی او خطرناک دی .

د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر د لسمې نېټې په سهار د شين جيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د پلټنې او نقشې جوړولو دوهمې اکاډمۍ د مشر دنګ شين ان په مشرۍ د ١٢ تنو په ګډون يوه ډله له اوروموچی ښار څخه د ها مي ، دون هوانګ ښارونو او اکسای ولسوالی له لارې له څلورو ورځو وروسته د کوموسو لښتې شاوخوا سيمې ته ورسيده.

د شين جيانګ د څارلو او نقشې جوړولو دوهمې اکاډمۍ مشر دنګ شين ان هم په همدغه کار کې ګډون وکړ او د دغه کار له سر څخه تر پايه پوری يی له نورو کارکوونکو سره يو ځای ډوډۍ خوړله او ورځې و شپې يې تيرولې . ده لوبوپو ته د دغه سفر د يادونې په ترڅ کې وويل :

زموږ د سفر په ترڅ کې لار ډيره ستونزمنه وه . زموږ موخې ته د ١٠٠ کيلومترۍ واټن په ليری ځای کې لار بيخی نه وه ، نو مونږ لوی ماشين الات او تجهيزات نه شوی ليږدولی . په دی حال کې مو د لومړی ورځې په اوو ساعتو کې دری کيلومتره واټن لار ووهله . د شپې مهال به مو په وحشی ځای کې خوب کاوه چې تودوخه يی له صفر څخه کښته لس درجو ته رسيده . له دې امله چې هوا ډيره سړه وه نو ډير همکاران به د شپې هر ساعت له خوبه پاڅېدل . په دوهمه ورځ مو له اتو ساعتونو مزل وروسته يوازی پنځه کيلومتره لار ووهله .

ښاغلی دنګ شين ان لوبوپو ته د خپل دغه سفر په اړه ژور احساسات لری ځکه چې ده له ځان سره يو کتابچه درلوده . په هغه وخت کې يی دهرې ورځې تجربې او يادونه په دغه کتابچه کې وليکل . هغه وويل چې دا نه يوازی د راتلونکو کارونو لپاره ګټور کار دی بلکې د يو مهم کار په توګه به هم ياد شی .

د دې ترڅنګ د يادې شوې ډلې يو کارکوونکی داشيجاو وويل چې له دې امله چې د څارنې سيمې ته له رسيدو وروسته دوی هيڅ لار نه ليدله نو دوی بايد په خپله لار موندلې وی . هغه وويل :

ما فکر وکړ چې د سهار په دريو بجو حرکت وکړو او ژرترژره خپلې موخې ته ورسيږو. خو په لومړۍ ورځ موږ موخې ته نه شو رسيدلی . په دوهمه ورځ مونږ د سهار په اتو بجو وخوځيدو، خو له غرمې وروسته تر څلورو بجو پوری مو يوازی شپږ کيلومتره لار ووهله چې په پای کې موخې ته ورسيدو.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيد او په راتلونکی کړۍ کې به دغه کېسې ته دوام ورکړم . هيله لرم چې راتلونکې اوونۍ هم له ياده ونه ونه وځی او زمونږ پروګرام واورئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !