<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-17 18:46:39    
چين هيله لری چې اړوند هېوادونه د اولمپيک سپورتي لوبو د سپيڅلي مشال ساتونکيو د کارونو ملاتړ وکړي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يو د اپريل په اوولسمه نېټه په بيجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چين هيله لري چې اړوند هېوادونه د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ساتونکيو د کارونو ملاتړ وکړي.

د جاپان حکومت يو چاروياکي څو ورځې مخکې هيله څرګنده کړه چې په خپله په دغه هېواد کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ليږدونې امنيت وساتي. ميرمن جيانګ يو وويل د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ساتونکيو ترتيبول د اولمپيک لوبو په اړه يو دايمی دود دی او د دغو لوبو نړيوالې کميټې دغه عمل په پوره توګه منلی دی.

ميرمن جيانګ يو زياته کړه چې د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ساتونکي ټول داوطلبان دي چې د تبت د خپلواکی غوښتونکيو له ويجاړونکيو فعاليتونو سره د مخامخ کولو په وخت کې به په خپل توان د اولمپيک لوبو مشال وساتي. د دوی روحيه بايد د ستاينې او پوهاوي وړ وي.

ميرمن جيانګ يو د هند په پلازمېنه نوې ډيلې کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ليږدونې په هکله باور څرګند کړ چې د هند حکومت به په سالمه توګه د سپيڅلي مشال ليږدونې د فعاليت تر سره کيدو لپاره فعال او اغيزمن تدبيرونه ونيسي. دې زياته کړه چې د پاکستان په اسلام أباد کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ليږدونې له برياليتوب څخه د چين او پاکستان تر منځ ټينګه دوستيڅرګندېږي.