<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-17 18:57:38    
زه د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه تر ټولو نيکه هيله لرم--- د عمان سپورتي چارو وزير او د دغه هېواد د اولمپيک کمېټې له مشر علی بن محسود سره مرکه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د اپريل په څوارلسمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال ځانګړې الوتکه د عمان پلازمېنې مسقط ته ورسېده چې دا په بهر کې د سپيڅلي مشال نهم تم ځای و. څو ورځې مخکې د عمان د سپورتي چارو وزير او د دغه هېواد د اولمپيک کمېټې مشر علی بن محسود په خپل دفتر کې زموږ د راډيو له خبريال سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. د بېيجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

مسقط په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو يو تم ځای په توګه د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د سپيڅلي مشال هرکلی وکړ. دا لومړی ځل دی چې د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال عمان ته رسېږي. په همدې مهال کې عمان د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو په بهير کې يوازنی عربی هېواد دی. د دغه هېواد د اولمپيک کمېټې مشر علی بن محسود څرګنده کړه چې د عمان وګړي د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال په لېږدولو کې د ګډون له امله ډېر وياړي. ده وويل

موږ ډېر خوشحال يو چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال هرکلی کوو. له دې څخه څرګنديږي چې زموږ پلازمېنه مسقط د اولمپيک نړيوالې کمېټې له اړوندو غوښتنو سره سمون خوري او د دغه ښار ځانګړو منظرو، کلتور او دودونو د بېجيګ اولمپيک تشکيلاتي کمېټه راجلب کړې ده.

ښاغلي علی بن محسود د عمان د سپورتي چارو وزير په توګه وويل که څه هم عمان په سپورتي چارو کې يو پياوړی هېواد نه دی او د اولمپيک لوبو په سياليو کې زموږ توان کمزوری دی، خو زموږ د هېواد سپورتي شخصيتونه او لوبغاړي غواړی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي او په دې اړه تاوده احساسات لري. هغه وايی

عمان يو پياوړی سپورتي هېواد نه دی او په اولمپيک لوبو کې زموږ د لوبغاړيو شمېر کم دی، ځکه چې زموږ زياتره لوبغاړيو په اولمپيک لوبو کې د ګډون حقونه نه دي تر لاسه کړي. موږ بايد په دې برخه کې ګام په ګام پرمختګ وکړو. اوس موږ په سيمه ايزو سپورتي لوبو کې ځيني برياليتوبونه تر لاسه کړي، د بېلګې په توګه د اسيا سپورتې لوبې. موږ هيله لرو چې په سپورتي چارو کې خپل توان په پر له پسې توګه لوړ کړو او د اولمپيک لوبو په زياتو پروګرامونو کې ګډون وکړو. موږ به هرومرو د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړو.

ښاغلي علی هم د سپورت په اړه د عمان او چين ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ يادونه هم وکړه. ده هيله څرګنده کړه چې د نړيوالو سياليو د کوربنۍ په برخه کې له چين څخه زياتې تجربې زده کړي.

د عمان او چين ترمنځ سپورتي تګ راتګ ډېره لوړه سويه ساتلې ده. د دواړو هېوادونو سپورتي شخصيتونه همېشه په بېلا بېلو ډګرونو کې تماس نيسي. څو ورځې مخکې ما هم د ځينيو نړيوالو سياليو په اسيايي سياليو کې د چين له اړوندو لوړ پوړيو چارواکيو سره وکتل. عمان به په ٢٠١٠ کال کې سمندري سپورتي لوبې تر سره کړي، نو ځکه موږ غواړو د چين له سپورتي شخصيتونو سره په دې اړه خپل منځی تګ راتګ پياوړی کړو او له چين څخه زياتې تجربې زده کړو.

مشر علی بن محسود د دغې ځانګړې مرکې په پای کې غوښتنه وکړه چې د چين نړيوالې راډيو له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبو او د چين سپورتي پلاوي ته تر ټولو زياتې نيکې هيلې څرګندې کړي. ده وويل

زه غواړم ستاسي د راډيو له لارې خپله نيکې هيلې څرګندې کړم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې بريالۍ شي او د چين سپورتي پلاوی په کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، همدا اوس مو د بېجينګ او اولمپيک په پروګرام کې د عمان د اولپميک کمېټې له مشر علی بن محسود سره مرکه واورېده چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه تر ټولو زياتې نيکې هيلې يې څرګندې کړې. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!