د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت د اپريل په اوولسمه نېټه د هند په پلازمينه نوی ډيلی کې پای ته ورسيد. نوی ډيلی په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د ليږدولو يوولسم ځای دی او په دغه ښار کې د مشال ليږدولو فعاليت يو نيم ساعت دوام درلود. د مشال ليږدولو فعاليت په نوی ډيلی کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ پرمخ پيل شو او په ښار کې د هند دروازې په نامه سيمې پوری پای ته ورسيد. په دغه فعاليت کې اويا تنه مشال ليږدونکيو ګډون درلود.
له دې وروسته به سپيڅلی مشال د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د تايلند پلازمينې بانکوک ته وخوځېږي.