د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال وړونکی الوتکه د اپريل په ١٨ نېټه د هند له پلازمېنې نوی ډيلی څخه د تايلنډ پلازمينه بنکاک ته ورسيده . بنکاک د مشال ليږدونې فعاليت ١٢ م تم ځای دی چې د لومړی ځل لپاره په دغه هېواد کې تر سره کيږي .د مشال له رسيدنې سره سم د بنکاک ته نژدې په يو هوايی ډګر کې د هر کلی مراسم تر سره شول.
په دغه ښار کې به د مشال ليږدونې فعاليت د اپريل په ١٩ نېټه له غرمې وروسته په دريو بجو پيل شی. په هغه وخت کې به اتيا تنه مشال ليږدونی په دغه فعاليت کې ګډون وکړي.