<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-18 16:37:43    
د پوتالا ماڼۍ ترميم

cri

پوتالا ماڼۍ د چين د تبت خپلواکې سيمې په مرکز لاسا ښار کې پرته ده او يو زر او دری سوه کلن تاريخ لري. دغه ماڼۍ د نړۍ په تر ټولو لوړو کې جوړه شوې او په ښه ډول ساتل شوې ده.

د پوتالا ماڼۍ د جوړښت او هلته د اوږدې مودې طبيعي چاپيريال د بدلون له امله د ماڼۍ بنسټ کښته کېږي او ويجاړېږي، پر ديوالونو چاودونه رامنځته شوي او يو شمېر لرګين توکي چينجيو ويجاړ کړي او خوړلي دي. د چين حکومت د تېرې پېړۍ له پنځمې لسيزې راهيسې په تېره بيا په وروستيو شل کلونو کې د دغې ماڼۍ د ترميمولو لپاره پرله پسی هڅې کړې دي.

چين له نولس سوه او نهه پنځوسم کال راهيسې د پوتالا ماڼۍ د ترميمولو لپاره ځانګړی پيسې برابر کړې او په نولس سوه او نهه اتيايم کال او دوه زره او دوهم کال کې يې دوه ځله د دغې ماڼۍ په لويو ترميمونو کې ډېرې پيسې لګولې دي. د پوتالا ماڼۍ د ادارې مشر کامبا کېلزانګ وويل

---غږ---د چين مرکزي حکومت له نولس سوه او نهه اتيايم کال څخه تر نولس سوه او څلور نوي يم کال پوري د پوتالا ماڼۍ په لومړي ځل ترميم کې دری پنځوس مليون يوانه ولګول او اته کاله وروسته يعنی په دوه زره او دوهم کال کې يې بيا هم د دغې ماڼۍ په دوهم ځل ترميم کې نور يو سل او اويا مليون يوانه ولګول. دغه ترميم اوسته دوام لري.

د معلوماتو له مخې، په روان ترميم کې د بنسټ ټينګښت، د شاوخوا چاپيريال ادارې،

د بريښنا او اوبو برابرولو، د اور او تالندې مخنيوي، د پرمختللې تکنولوژۍ له لارې د ودانيو څارنې او د ديوالي انځورونو د ترميمولو په ګډون پنځه ساحې شاملې دي.

د ترميم چارو يو انجنير وويل د چين د تاريخي اثارو دولتي ادارې او د تبت اړوندو ارګانونو څو کاله دمخه د لرغونو ودانيو، مځکې پېژندنې او اوبولګونې د کارپوهانو يوه ډله جوړه کړه چې د پوتالا ماڼۍ يوه پوره څېړنه او ارزونه تر سره کړي چې په پای کې يې د لرغوني بڼې سره سم د ترميولو او د پخوانۍ بڼې د نه بدلون په اړه يوه قاعده وټاکله .

سونام په لاسا کې يو مذهبي کس دی. هغه پخپله له ترميم وروسته د پوتالا ماڼۍ بدلونونه کتلي دي. دی وايي:

---غږ---چين په وروستيو کلونو کې د پوتالا ماڼۍ او ساکيا معبد په ګډون د ډېرو مهمو معبدونو په ساتلو او ترميمولو کې ډېرې پېسې لګولې دي. دغه عمل نه يوازی په ښه ډول د تبت غوره تاريخي اثار ساتلي، بلکې زموږ مذهبي وګړيو ته يې اهميت څرګند کړی او ګټې يې رسولې دي.

د دوهم ځل لوی ترميم په ترڅ کې د ځانګړو پيسو يوه برخه په پوتالا ماڼۍ کې د ديوالي انځورونو په ترميمولو کې کارول شوې ده. دغه پروژه اوس بشپړه شوې چې په ترڅ کې يې دوه زره او سل مربع متره ديوالي انځورونه ترميم شوي او دغو انځورونو لا تر اوسه خپله پخوانۍ بڼه ساتلې ده.

د پوتالا ماڼۍ د ترميم پروژې په سلو کې اويا برخه تر اوسه بشپړه شوې او ښايي چې د روان کال تر پايه پوري ټوله بشپړه شي. پر همدی مهال نوربو لنګکا او ساکيا معبد هم تر ساتنې او ترميمونې لاندې دي. د تبت خپلواکې سيمې د دايمي چارو مرستيال پدما

تسينل په دې اړه وويل

---غږ---له دوه زره او لومړی کال څخه تر دوه زره او پنځم کال پوري د پوتالا ماڼۍ، نوربو لنګکا او ساکيا مبعد په ساتنه کې دری سوه او دېرش مليون يوانه لګول شوي او ښايي چې له دوه زره او شپږم کال څخه تر دوه زره او لسم کال پوري پکې نور اووه يا اته سوه مليون يوانه هم ولګول شي.

تبت خپلواکه سيمه ډېر تاريخي اثار لري. مرکزي او سيمه ايز حکومت په تېرو شلو کلونو کې په دې برخه کې څه دپاسه يو مليارد يوانه لګولي چې يو زر او څلور سوه معبدونه، لرغوني او مذهبي ځايونه يې ساتلي او پرانيستلي دي. د چين حکومت به د حکومتي پلان له مخې د دغې سيمې د دوه ويشت تاريخي وادنيو او معبدونو په ترميمولو کې نور شپږ سوه مليون يوانه ولکوي او يو شمېر نور اړوند کارونه به روان کال پېل شي.