د چين په ختيځ شانګهای ښار کې حکومت د عامه کلتوري خدمتي لارې د نوښت لپاره هڅې کوي چې د وګړيو لپاره امتيازي او وړيا کلتوري او سپورتي فعاليتونه تر سره کړی .
د شانګهای حکومت له خوا يو ټولنيز خدمتي سازمان يعنی د دونګ فانګ د ښوونيز خدمتي مرکز چارواکی ني بينګ خبريال ته وويل دوی د پروژی ټاکلو په بهير کې د استوګنی سيمو ته پلټونکی استوی چې د وګړيو غوښتنې او نظريې تر لاسه کړی او خلک د انترنيت له لاری هم خپلې غوښتنې بيان کړی .
د٢٠٠٧ کال تر پايه پوری د ني بينګ په مشرۍ خدمتي مرکز په وار سره وګړيو ته د هو او يوې اوپيرا په ګډون څه دپاسه ٤٠ ډولونه ننداری وړاندی کړی چې څه دپاسه ٢١٠ زره نندارچيان يې راجلب کړی دی . اوس د استوګنې سيمې په نندارتون کې له هنري نندارو څخه د زيات شمېر وګړيو د يو ډول ساعت تېری فعاليت ګرځېدلی دی .
د شانګهای حکومت له ټولنيزو ډلو سره د ساينس پوهانو او هنرمندانو د کوربنۍ له لاری د دونګ فانګ په نامه يو فورم جوړ کړی چې په عمده توګه وړيا غونډې پکې برابرې کړی . د ٢٠٠٤ کال له جون راهيسی دغه فورم څه دپاسه ٧ زره بېلا بېلې غونډې تر سره کړی چې د شانګهای د يو ډېر مشهور عام فعاليت په توګه بلل کېږي .
انترنيت په وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ کړی ، شانګهای ښار له دغه نوی ډول رسنۍ څخه په استفادی سره په څو سيمو کې د معلوماتو وړاندی کولو مرکزونه جوړ کړی ، وګړي په دغو مرکزونو کې د انترنيت پاڼو او ويډو کتلو له لاری زده کړه او د نظريو تبادله کوي .
تر اوسه پوری د شانګهای په ١٩ سيمو او ولسواليو کې څه دپاسه زره معلوماتي مرکزونه د استوکنې سيمې د وګړيو د ژوند د نوی ډګر په توګه ګڼل کېږي . دغه مرکزونه زړو وګړيو ته هم د روزلو وړيا کورسونه برابروي .د شانګهای ښار د عامه کلتوري خدمتي سيستم د ابادی له غوښتنې سره سم هلته د استوګنې سيمې د معلوماتي مرکزونو ټولی بنسټيزی خدمتي پروژی وړيا دي .