<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-18 16:44:31    
د چين مشهور لوبغاړی پو څون شين

cri

پو څون شين د چين يو مشهور لوبغاړی دی او د چين د ډرامه يې نندارې په ساحه کې ډېر شهرت لري. پر همدی مهال هغه د فلمونو او تلويزيوني ډرامو په نندارو کې هم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. بر سېره پردی پو څون شين د چين د اېدز ناروغۍ د مخنيوي يوه تبليغاتي څېره هم ده چې په ټولنه کې يې پراخې اغېزې خپرې کړي دي.

پو څون شين په ١٩٥٣ کال کې په بېجينګ په يوه هنري کورنۍ کې زېږېدلی چې د ده له زېږېدنې يو کال مخکې د خلکو هنري تياتر په بېجينګ کې جوړ شو. د پو څون شين پلار د دغه تياتر له لومړيو لوبغاړيو څخه يو تن دی. له ٥٠ کلونو راهيسي په دغه تياتر کې د چين او نورو هېوادونو ٣٠٠ ډرامې ښودل شوې دي چې د بېجينګ کلتور استازيتوب کوي.

پو څون شين اوس د دغه تياتر د مرستيال دنده پر غاړه لري. هغه پر خپل ځان د دغه تياتر د اغېزو د يادونې په ترڅ کې وويل دغه تياتر زما پر ما ذهني او فکري اغېزې کوي. زه کشر يم، خو ډېر لوی هنرمندان مې کتلي دي. زما پلار يو هنرمند دی او د ده په شاو خوا کې يو لړ هنرمندانو پر ما ډېرې اغېزې کړي دي. زه غواړم چې دغو مشهورو هنرمندانو په څېر ښه وړيتا ولرم. که څه هم لا تر اوسه لوړې کچې ته نه يم رسېدلی، خو زه ټينګ عزم لرم.

د ٣٣ کالونو په عمر پو څون شين د ياد شوي تياتر پر يو عمده لوبغاړی بدل شوی او مخکنو تجربو ورسره مرسته کړې چې له امله يې پر سټيج ستر برياليتوبونه تر

لاسه کړي دي.

تېر کال د چيني ډرامو مې سلمې کاليزې سره برابر و او پو څون شين په دغه کال کې د عمده لوبغاړی په توګه د اتو ډرامو په يو سل او شل نندارو کې ګډون درلود. پر ډرامو سربېره، پو څون شين يو داسی فلمي او تلويزيوني لوبغاړی دی چې د چيني نندارچيانوهم خوښږي. د ده اثارو ډېر ځله لويې جايزې تر لاسه کړې دي. د پو څون شين په أند د يو کس کيفيت او وړتيا د هغه له نندارې څخه څرګندېدلی شي.

پو څون شين په وروستيو ورځو کې نه يوازی د خپلو هنري اثارو بلکې د نشه يي توکيو د مخنيوي، وينو برابرولو او اېدز ناروغۍ د مخنيوي په ګډون د بېلا بېلو ټولنيزو ګټورو فعاليتونو له لارې پر چيني وګړيو ژورې اغېزې کړي دي.

پو څون شين د دغو فعاليتونو لپاره د خپلو کششونو په اړه وويل: په ټولنيزو ګټورو فعاليتونو کې د وګړيو د ګډون هيلې د چين په پرمختګ سره زياتېږي. زما په أند دا يو ډېر طبيعي بهير دی.

پو څون شين د تېرې مياشتې په پای کې د ټولنيزو ګټورو چارو د استازي او د اولمپيک سپورټي لوبو د مشال لېږدونکی په توګه په يونان کې د سپيڅلي مشال هرکلی وکړ.