<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-18 17:17:15    
مېرمن صديقه امامي په چين کې د ښځو پراخو فعاليتونو حيرانه کړې ده :

cri

د بهرنیان په چین کې پروګرام خوږو اورېدونکیو ښې چارې ،هیله مند یم چې د ژوند پر ناخوالو مو بری موندلی وی او د یو نیکمرغه او هوسا ژوند خاوندان اوسئ،خوشحاله یو چې ددغې لړۍ د یوې بلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې یو.درنو دوستانو لکه چې په تېره اونۍ کې مې ژمنه درسره کړې وه چې د یوې بلې ایرانۍ مېرمنې مرکه هم تاسو ته وړاندې کړم،دغه میرمن صدیقه امامي نومیږي،چې د یو لنډ سفر لپاره چین ته راغلې وه ،مېرمن امامي وایي له ډېر پخوا څخه یې دا هیله درلوده چې چین ته سفر وکړي او له ښکلو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنې وکړي،ځکه مخکې یې ددې هیواد په هکله ډېر څه اوریدلي و :

څرنګه چې موږ پخوا د تاریخ په کتابونو کې لیدلی او لوستي و چې چین ډېر پخوانی او لرغونی تاریخ او تمدن لري،نو له همدې امله مې دا هیله درلوده چې چین ته راشم او لیدنه ورڅخه وکړم،او ایله اوس مې دا هیله پوره شوه .

زیاتره هغو کسانو ته چې لومړی ځل چین ته سفر کوي ښایي ډېر شیان نوي او په زړه پورې وي،ځکه چین داسې یو هېواد چې خپلې ځانګړتیاوې لري،او هغه چې دلته شته ښایي په ډېرو نورو هېوادونو کې لږ ړلیدل شي،له مېرمن امامي څخه مې پوښتنه وکړه چې دې چین د خپل سفر په ترڅ کې کوم نوي شیان لیدلي،په ځواب کې یې داسې وایي :

هر څه چې ما دلته په چین کې ولیدل راته نوي او په زړه پورې و،د بیلګې په ډول تاریخي ځایونه،د نارینه او ښځو ګډ کار او فعالیتونه،د خلکو چلنداو ګڼ نور څه چې دا هر څه ما ته د ډېرې پاملرنې وړ دي .

درنو اورېدونکیو لکه مخکې مې هم چې درته ویلي چین د لرغونو آثارو او ځایونو څخه یو ډک هېواد دی،او که چېرې څوک غواړي چې هغو ټولو څخه لېدنې وکړي نو ښایي میاشتو او کلونو ته اړتیا ولري،بیجینګ هم له دغه شان آثارو څخه ډک دی او په لسګونو د لیدو وړ ځایونه لري،چې هر ورځ په زرګونو تنه چیني او بهرني سیلانیان لیدنې ورڅخه کوي،مېرمن صدیقه امامي وایي دې هم د لیدو وړ له ډېر شمېر ځایونو څخه لیدنې وکړې،نوموړې زیاتوي :

د چین لوی دیوال،دوبنۍ ماڼۍ،ممنوع ښار،نیو جیه جومات،د لاما معبد،د مجسمو پارک،د پیکینګ د لوبو ښارګوټي ،تیان ان من ډګر او نورو ګڼو ځایونو څخه لیدنې وکړې چې د ټولو ځایونو د نومونو یادول ښایي ډېر وخت ونیسي.

په چین کې د نورو ځانګړتیاو تر څنګ په زرګونو ډوله خوراکونه هم لیدل کیږي،چې پدې ترڅ کې د یو شمېرتصدیو لخوا اسلامي خوراکونه هم خپل ځای لري،او د مېرمن صدیقه امامي په شان د مسلمانانو سیلانیانونو لپاره یې آسانتیاوې برابرې کړې دي،اوهم یو شمېر نورو هېوادونو ته صادریږي،ځکه له روغتیایي پلوه د ډاډ وړ دي،میرمن صدیقه وايي،دوی تر ډېره په کور کې پخلی کاوه ،او له کور څخه بهر یې لږ ډوډۍ خوړله :

ما کله ناکله له کور بهر ډوډۍ خوړله،خو څرنګه چې له چیني خوړو سره مو دومره بلدتیا نه درلوده نو راته نوي بریښېدل،او دا نشم ویلای چې چیني خواړه ښه نه دي ،ځکه ښایي پخپله د چینایانو له پاره له ډېره خونده ډک وي .او باور لرم چې خوندور هم دي .

مېرمن امامي وایي په چین کې یې ښځې ډېرې فعالې او په هر برخه کې په کارونو بوختې ولیدلې،که هغه په پلورنځیو کې وې او یا هم په بس یا ټکسي موټرونوچلولو کې،په چاپیریال ساتنې کې ،دولتي او شخصي ادارو،او نورو ټولو برخو کې د پام وړ دي،چې د مېرمن امامي په آند ایراني مېرمنې په دې اندازه په فعالیتونو کې ګډون نلري هغه زیاتوي :

د چین او ایران د ښځو تر منځ عمده توپیر دادی چې چیني مېرمنې په ټولو ټولنیزو چارو کې ګډون لري،چې په ایران کې بیا داسې نده ،د بیلګې په توګه د ښار او سیمې د پاک ساتلو،په پلورنځیو کې د کار کولو موټر چلولو او دې ته ورته نورو کارونو کې ښځې ډېر لږ فعالې دي .

مېرمن صدیقه امامي وایي دلته په چین کې خپلې دیني او مذهبي چارې په ښه توګه ترسره کړي،او پدې برخه کې هیڅ راز کوم ستونزه نه ورته موجوده ،چې دا کار ددې لپاره د پوره خوښۍ وړ خبر ده .

درنو او محترمو اورېدونکیو دا دی د بهرنیان په چین کې د ننني پروګرام وخت هم پای ته ورسېد،او زه هم لا چاره یم چې ستاسو عزیزانو سره خدای پاماني وکړم،نو که تاسو زموږ د خپرونو او په ځانګړې توګه د بهرنیان په چین کې پروګرام په هلکه سالم نظرونه وړاندیزونه اونېوکې لرئ،نو د خپلو لیکونو له لارې یې زموږ سره شریکې کړئ،موږ تل ستاسو د لیکونو لار څارو .نو د اوس لپاره د خدای پامان،خوښ او سوکاله اوسئ .