د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کمېټې دايمی وياړی مشر خوان انتونيو سامارانچ څو ورځې مخکې د هسپانيا د لا وانګيوديا ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل له اولمپيک لوبو څخه په ګټه له چين سره مخالفت عادلانه نه دی.
هغه وويل اولمپيک لوبې د سپورت په برخه کې يو لوی فعاليت دی، کله نور هېوادونه د چين د تګلارو په اړه بېلې نظريې لري، نو بايد د م م په شمول اړوندو ارګانونو ته يې وړاندی کړي.
نوموړي وويل د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال ليږدونې پر بهير د بريد کړه وړه هېڅ وخت د منلو وړ نه دي. دا يوه توطيه وه چې د يو پټ لوري لخوا طرحه شوی وه.