د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تايلند صدر اعظم سمک سندراويج د اپريل په اتلسمه نېټه په بانکوک کې وويل تايلند د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه ملاتړ کوي، دی په بانکوک کې د سپيڅلي مشال د لېږدونې له امله ډېر وياړي او په همدې مهال کې به د سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت ته هېڅ ډول زيان رسونکي کړه وړه نه زغمي.
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال لېږدونې فعاليت به د روانې مياشتې د نولسمې نېټې له غرمې وروسته په دريو بجو په بانکوک کې تر سره شي.