د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ښوونې وزارت د اپريل په اتلسمه نېټه څرګنده کړه هغه خبر رښتيا نه دی چې ځيني بهرني زده کوونکي بايد د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې له چين څخه ووځي.
څو ورځې مخکې ځينو بهرنيو خبري رسنيو خبر ورکړ چين له ټولو بهرنيو زده کوونکيو څخه غوښتنه کړې چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې له چين څخه ووځي. د چين د ښوونې وزارت وياند وانګ شو مينګ په دې اړه وويل دغه خبر يوه ګونګوسه ده چې له واقعيتونو سره سمون نه خوري.