<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-19 18:49:46    
موږ او اورېدونکي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، زه امان الله عمران يم له هر څه مخكې له لوى خداى نه غواړم چې روغتيا او خوشالي مو په برخه وي او هم د ژوند په چارو كې بريالي او سرلوړي وئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم ليكونه خورا ډېر راغلي، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- د پروګرام په پيل د ناصر شاه سرحدي ليك را اخلم چې له كابل څخه يې را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: څه موده وړاندې مې د هېواد له ډله ايزو خبري رسنيو څخه يو خبر واورېد چې ډېر راته په زړه پورې و، هغه دا چې: د چين چارواكيو پتيېلې چې د افغانستان د اسلامي دولت د لوړو زده كړو وزارت سره په سلا د چيني ژبې د زده كړې پروګرام پيل كړي، دا خبر ما ته ډېر په زړه پورې و او ډېر ښه اقدام دي. خو زما وړانديز دا دى، اورېدنكى ناصرشاه ليكي، چې نه يوازې د لوړو زده كړو په كچه بلكې د افغانستان په ښوونځيو كې هم بايد د چيني ژبې د زده كړې اقدام وشي، ځكه چې ماشومان په اسانۍ سره د يوې ژبې زده كړه كولى شي. اورېدونكي ناصر شاه بيا د چيني ژبې د زده كړې پروګرامونو لپاره د كابل د احمد شاه بابا مېنه، د ننګرهار ولايت او هم لوېديځ ولايتونه وړ ځايونه بللي دي. نوموړى بيا د مطبوعاتي توكيو د ور استولو غوښتنه كوي او هيله كوي چې يو وخت په خپل لګښت له چين څخه ليدنه وكړي.

- دغه بل ليك را اخلم چې ليكونكى يې ليكي: زما نوم صدام حسين دى او زه د سرحد پشاوري لسنرز كلب غړى او ستاسو يو وفادار اورېدونكى يم، ستاسو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه هر وخت اورم، پروګرامونه مو خورا ډېر ښه دي. هيله لرم، دى وايي، چې ستاسو سره خپله دوستي ټينګه كړم. روان كال به د اګست مياشتې په اتمه نېټه د اولمپيك لوبې ترسره شي، موږ هيله لرو چې دغه لوبې له نژدې وګورو، په پاى كې غوښتنه كوي او وايي: تاسو موږ ته د اولمپيك لوو په اړه بېلابېل معلومات راواستوئ.

- له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر اورېدونكي سيد وارث حنيفي له خوا هم يو ليك رارسېدلى دى. له سلامونو او نېكو هيلو ورسته ليكي: ډېر خوښ او خوشاله يوو چې د چين نړيوالې راډيو يو ځل بيا يوې داسې سيالۍ ترسره كولو ته ملا تړلې چې د چين په شمول د نړۍ امنيت او سپېڅلتيا په كې نغښتې ده. له خداى نه غواړو چې د چين راډيو سيالۍ او د بېجينګ اولمپيك سپورټي لوبې په امنيت او خوشالۍ سره پيل او په بريالۍ توګه پاى ته ورسېږي. اورېدونكى سيد وارث حنيفي بيا د اولمپيك سپورټي لوبو سيالۍ كې د خپل ګډون يادونه كوي او ليكي: موږ پوره هڅه وكړه چې ستاسې له خوا را استول شوې پوښتنپاڼو ځوابونه ووايو، ستاسې د خوښۍ او د چين له اولس سره د مينې له مخې مو په دې سيالۍ كې ونډه واخيسته. په پاى كې وايي: هيله لرو چې دغه ډول سيالۍ زموږ او چينايانو وروڼو تر منځ د مينې او دوستۍ لامل وګرځي.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د كڅي په كلي كې د ميراج كلب مشر شهزاده احمدزي په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو همكارانو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو ډېر ښكلي دي او د لا نورې ښكلا په هيله يې يوو. زما سره ملګري دي هر يو: نور بادشا، نور محمد، ګل زاده، ښايسته مير، صديق الله، فېروز، نورز علي، محمد زمان او داسې نور، دى وايي، زما د كلب غړي دي او تاسو ته د زړه له كومي سلامونه وايي. اورېدونكى شهزاده بيا وايي يو څو غوښتنې لري او هغه دا چې: د ليكونو پاكټونه راولېږئ، ځكه چې دا مې وروستۍ پاكټ دى. د شپې له خوا د چين نړيواله راډيو سمه نه اورېدل كېږي، هيله ده چې سمه يې كړئ. زموږ ليكونه ستاسو راډيو ته نه در رسېږي، په پښتو هېنداره كې د بتانو عكسونه مه خپروئ ځكه چې مسلمانان ترې كركه كوي.

- دغه بل ليك را اخلم چې اورېدنكي احمد جان پرې يوازې خپل نوم ليكلى او د ځاى په اړه يې نه دي ليكلي چې له كومه يې را استولى دى، خو داسې برېښي چې له هريپور څخه يې را استولى وي، ځكه چې دې ته ورته يو شمېر نور ليكونه له همدغه ځاى څخه را ارسېدلي دي. اورېدونكي احمد جان خپل سلامونه ډېر ستايلي، ښايسته لكه ګلونه، غټ غټ لكه غرونه او داسې نور صفتونه يې وركړي، او بيا يې د چين راډيو ته ډالۍ كړي دي. د نوموړي ليك خورا لنډ دى او په پاى كې يې د خوږو كيسو او ډرامو كتابونو په اړه د معلوماتو غوښتنه كړې ده. او بيا يې په پاى كې ليكي:

پروت يم په غمو كې ستا يادونه راسره دي خير كه ته نه يې ستا يادونه را سره دي.

- دغه بل ليك اورېدونكي سيد رحمن را استولى دى او له سلام وروسته يې ليكلي دي: زه خپل دغه ليك د صوبه سرحد له هريپور څخه تاسو ته درلېږم هيله ده چې په پروګرام كې يې راته خپور كړئ. زه د شپږم ټولګي زده كوونكى يم، ستاسو پروګرامونه زموږ ډېر خوښ دي. ده هم د خپل ليك په پاى كې ويلي:

ډېر تفاوت دى په انسان كې د معنا په لحاظ واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

- دغه بل ليك بيا اورېدونكي محمد عيسى را استولى دى، ده هم خپل ځاى نه دى ليكلي، خو جوته ده چې د نورو ملګريو په څېر يې له هريپور څخه را استولى دى، له سلامونو وروسته يې ليكلي: زما نوم محمد عيسى دى، زه ستاسو ښكلي پروګرامونه په ډېر شوق او ذوق سره اورم او په راتلونكي كې به يې هم اورم. هيله ده چې سي آر آى راډيو په راتلونكي كې هم دغسې پروګرامونه خپاره كړي.ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه زموږ ډېر خوښېږي او موږ ته ډېر ارزښت لري. اورېدونكى محمد عيسى بيا هم هيله كوي چې پښتو خپرونه د چين د بېلابېلو ځايونو په اړه معلومات وړاندې كړي.

- له هريپور څخه اورېدونكي محمد شريف هجران هم ليك را استولى دى، ده لومړى د پښتو خپرونې كاركوونكيو، بيا نورو اورېدونكيو او دغه راز ټولو افغانانانو ته سلامونه او نېكې هيلې ويلې دي. اورېدونكي هجران بيا يو څو پوښتنې ليكلې او وايي: په چين كې كوم كسب ډېر شهرت لري؟ په چين كې د ماشومانو پالنه څنګه ترسره كېږي؟ د چين قومي لوبه څه نومېږي؟ زه غواړم چې د افغانستان او چين تر منځ د اړيكو په اړه معلومات ترلاسه كړم. د چين د ولسمشر نوم څه دى. ښه نو درنه اورېدونكيه محمد شريف خانه، تا په رښتيا هم په زړه پورې پوښتنې رالېږلې دي، زه به هم د پروګرام له وخت سره سم ستا پوښتنې ځواب كړم. په چين كې ډېر زيات كسبونه شهرت لري، خو د تر ټولو مشهورو يادونه به يې وكړم چې معلوماتي تكنولوژي، لكه نرم زېرميز يا كمپيوټري پروګرامونو كې برلاسى، رسټورانټونو خدمت او دغه راز بېلابېل صنايعو كې تجربې ترلاسه كول په كې شامل دي. دويمې پوښتنې په ځواب كې دې وايم چې په چين كې هم د نور هېوادونو په څېر په وړكتونونو كې د ماشومانو پالنه او روزنه كېږي. او د چين ملي لوبه پينګ پانګ يا د ميز ټېنېس لوبه ده. او د بلې پوښتنې په اړه دې په لنډه وايم، چې د چين او افغانستان ترمنځ اړيكي ډېرې پياوړې دي، افغانستان له لومړيو هېوادنو څخه و چې د چين ولسي جمهوريت يې په رسميت پېژندلى او اوس په دواړو هېوادنو كې د يو بل سفارتونه فعاليت كوي. او د چين اوسنى ولسمشر او د دولت رئيس هوجينتاو نومېږي چې په تېر مارچ مياشت كې د نوې پنځه كلنې دورې لپاره يو ځل بيا د دولت رئيس په توګه وټاكل شو.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د حبيب قادري په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د حبيب قادري سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.