د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشی بان کيمون د اپريل په ١٧ نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې وويل دی او م م د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو پوره ملاتړ کوي او اولمپيک لوبو ته له سياسي رنګ ورکولو سره مخالفت کوي .
بان کيمون دغه خبره د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ځانګړی استازی او د چين د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال وانګ يی سره له کتنې وروسته وکړه چې د م م امنيتي شورا په يوه لوړپوړی غونډه کې يې ګډون درلود . هغه باور څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبې به د چين د حکومت او وګړيو د پلوی له امله په بريالۍ توګه تر سره شي چې د نړيوالې سولی ، همغږۍ او همکارۍ او د بېلا بېلو هېوادونو وګړيو د متقابل پوهاوي د پياوړتيا لپاره به ګټورې وي .