<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-19 18:50:33    
د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې پرانيستلو د پنځه ديرشمی کاليزې د يادونې ځانګړی پروګرام(دوهم)

cri

منتظم: ګرانو اوريدونکو، په تير پروګرام کې مو د سی ار ای راډيو د خپرونې د پرانيستلو په هکله معلومات درکړو او أغلې شياو د پښتو خپرونې په پيل کې ډول ډول مشکلات او ستونزې يادې کړې. د پخوانيو کارکوونکيو د کوششونو له لاری هغه ستونزې ليری شوی او د پښتو خپرونې په پر له پسی پرمختګ شوی دی. ګرانو دوستانو، د تير پروګرام له لاری موږ په دې خبر شوو چې اوس د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې په څانګه کې ځوان کارکوونکي عمده دندې په غاړه لری. د دوی د کارونو په هکله حالت څنګه دی؟ د پښتو خپرونې د پرمختګ بهير څنګه دی؟ په نننې پروګرام کې به د جيانګ صاحب او ځوانې کارکوونکې سپوږمۍ له خوا دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي.

منتظم: لومړی به اوريدونکيو ته د سی ار ای راډيو د پښتو په څانګه کې د ځوانو کارکوونکيو د حالت په هکله معلومات درکړو. اوس په دغه څانګه کې اته ځوان کارکوونکي د ورځنی پروګرام د خبرونو، تبصرو او مضمونونو د ترجمې او خپرولو دندې پر غاړه لري. دوی ټول د چين د خبري رسنيو له پوهنتون څخه چې پخوانی نوم يې د بيجينګ برودکاستينګ پوهنځی و، فارغ شوی چې په کې يې د څلورو کلونو لپاره د پښتو ژبې زده کړه کړې. اوس دوی د سی ار ای راډيو په پښتو څانګه کې د نژدی څلورو کلونو لپاره کارونه تر سره کړي دي. تقاعد شوی کارکوونکي جيانګ صاحب لا اوس هم زموږ په څانګه کې د ځوانو کارکوونکيو د روزنې دندې پر غاړه لري، نو راځئ چې واورو هغه څه وايي؟

جيانګ صاحب: هره ژبه د زمانې سره سم پرمختګ کوي، نړۍ يوويشتمې پيړۍ ته

رسېدلې ده او پښتو ژبه هم د نورو ژبو په شان د پرمختګ په حال کې ده او د خپلې ژبې د خالص والي ساتلو لپاره ځانګړی پښتو کلمې پکې کارول کېږي. نو لازمه ده چې موږ بايد د زماني له تيريدو سره ګام په ګام او په پر له پسې ډول لا زياتې نوي کلمې خپلې کړو. يو ښه زيری دا دی چې ښاغلو عمران او تايب له افغانستان څخه زموږ څانګې ته څو ډوله پښتو قاموسونه او مجلې راوړي دي چې دغه قاموسونه او مجلې زموږ د پښتو سويې د لوړوالو لپاره ډېر ګټورې دي. دغه راز د خپلې ژباړې د سويې د اوچتولو لپاره بايد له افغان کارپوهانو څخه زده کړه وکړو.

منتظم: ډېره مننه، صحب جيانګ، ستا خبره ډېره سمه ده. موږ بايد په ورځنيو کارونو کې لا زيات کوشش وکړو او خپلې سويې لوړې کړو. ګرانو اوريدونکو، موږ غواړو چې تاسو ته ښه پروګرامونه وړاندی کړو او هيله لرو چې تاسی زموږ خپرونې ته نوره زياته پاملرنه وکړئ او زموږ د کارونو ټينګ ملاتړ وکړئ. اوس به سپوږمۍ د پښتو خپرونې د اوسني حالت په هکله معلومات درکړي. هيله ده چې تاسی تر پايه پوري راسره پاتی شئ.

سپوږمۍ: ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم! د ١٩٧٣ کال په جولای کې د سي ار ای راډيو پښتو خپرونه پيل شوه او هره ورځ يې يوازی نيم ساعت خپرونې درلودې، که څه هم نن ورځ مو هم لا د خپرونې وخت نيم ساعت دی او نور يو ساعت يې تکرار خپريږي، خو په نيټ کې په څه باندي شلو خبرونو سربيره نور رنګا رنګ پروګرامونه هم خپرېږي. اوس زموږ ورځنۍ خپرونې په بنسټيزه توګه د خبرونو، تبصرې او مضمونونو په دريو برخو ويشل کېږي چې په خبرونو او تبصرو کې په اوسنی چين او نړۍ کې د تودو ټکيو په هکله محتويات خپرېږي او رنګا رنګ مطلعبونه پکې راټوليږي چې د چين اقتصاد، شينجيانګ ته کتنه، ښځه او نړۍ، ژوند په چين کې،

ساينس او روغتيا، د مليتونو کور، چين ته سفر، هنر او کلتور، بهرنيان په چين کې، د اوريدونکيو پوښتنو ته ځوابونه، موږ او اوريدونکي، د چينی ژبی لوست او چينی او بهرني موسيقۍ په کې شامل دي. زيات اوريدونکي موږ ته د پيغامونو او ليکونو په رااستولو سره زموږ د خبرونې د وخت اوږدوالي هيله څرګنده کړه. لومړی موږ له تاسو دوستانو څخه ډېره مننه کوو او اوس داسې پلان لرو چې د خپرونې وخت اوږد شي، هيله من يو چې دغه پلان ژر ريښتنې بڼه غوره کړی او زموږ خپرونې اوريدونکيو ته نور زيات رنګا رنګ معلومات ورکړي.

منتظم: ډېره مننه، سپوږمۍ. زه هم هيله لرم چې اوريدونکي زموږ پروګرامونه خوښ کړي ځکه چې ستاسی ملاتړ زموږ د کارونو ځواک او ضمانت دی. ګرانو دوستانو، نننې پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد، د تير پروګرام په شان به موږ دوې پوښتنې وړاندی کړو او هيله لرو چې تاسی د سی ار ای راډيو د خپرونې د پرانيستلو د پنځه ديرشمې کاليزې د يادونې په سيالۍ کې ګډون وکړئ او پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړئ.

لومړی پوښتنه: د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې اوسني ځوان کارکوونکي له کوم پوهنتون څخه فارغ شول؟

A : د بيجينګ د بهرنيو ژبو پوهنځی

B: د بيجينګ پوهنتون

C: د چين د خبري رسنيو پوهنتون

دوهمه پوښتنه: اوس د پښتو خپرونې ورځنې پروګرامونه په څو برخو ويشل شوي. مهربانی وکړئ چې د پښتو خپرونې د مضمونونو دوه نومونه وليکئ.