<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-19 19:49:36    
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال لېږدولو فعاليت په بنکاک کې تر سره شو

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال لېږدونې فعاليت د اپريل په نولسمه نېټه د تايلند په پلازمينه بنکاک کې په بريالۍ توګه تر سره شو.

بنکاک د دغه مشال د ليږدونې دولسم تم ځای دی. د ليږدونې فعاليت درې ساعته دوام وکړ چې د لارې اوږدوالی يې يوولس کيلومترو ته رسيده. دغه فعاليت د بنکاک په چيني دروازه کې پيل او د پنځم راما د يادونې په ډګر کې پای ته ورسيد چې اتيا تنه ليږدونکي په کې ګډون درلود.

دغه مشال به په بنکاک کې د ليږدونې له پای ته رسيدو وروسته د اپريل په يوويشتمه نېټه د ماليزيا پلازمينې کوالالامپور ته ورسېږي .