د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو مشال د اپريل په ٢٠ نېټه سهار په يوه ځانګړی الوتکه کې د تايلند له پلازمېنې بنکاک څخه د ماليزيا پلازمېنې کوالالامپور ته ورسېد چې ور سره له چين څخه بهر ديارلسم تم ځای کې د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو مشال لېږدونې فعاليت پيل شو .
د ماليزيا اړوندو څانګو د کوالالامپور په نړيوال هوايي ډګر کې د هرکلی مراسم تر سره کړل . په دغه هېواد کې د چين لوی سفير چنګ يونګ هوا او د کوالالامپور ښاروال هاکيم بورهن هم په هوايي ډګر کې د اولمپيک لوبو د مشال هرکلی په مراسمو کې ګډون درلودل .