<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-20 20:04:52    
په اروپا او امريکا کې چينايانو د بېجينګ اولمپيک لوبو د ملاتړ او د ځايی خبري رسنيو پر ضد احتجاجي مظاهرې وکړې

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په نولسمه نېټه د فرانسې په پاريس، د المان په برلين، د بريتانيا په لندن او د امريکا په واشنګټن او لوسانجليس ښارونو کې اوسېدونکو چينايانو لويې سوله ايزې مظاهرې وکړې چې د بېجينګ اولمپيک لوبو ملاتړ ، د تبت له بېلتون غوښتنې او د اولمپيک لوبو سياسی کولو سره يې مخالفت پکې څرګند کړ. په همدې وخت کې يې په وروستيو ورځو کې د چين په اړه د ځايی خبري رسنيو د ناريښتينيو راپورونو په اړه سخت نارضايت څرګند کړ.

د فرانسې په پاريس کې نژدی لس زره تنو اوسېدونکو چينايانو، چينی زده کوونکيو او فرانسوي دوستانو د جمهوريت په ډګر کې يوه سوله ايزه مظاهره تر سره کړه چې له شلو کلونو راهيسی په دغه هېواد کې د چينايانو تر ټولو لويه مظاهره ګڼل کيږی.