د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېلا بېلو هېوادونو سياسی او سپورتی شخصيتونو په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو پر ضد له روانې مبارزې سره مخالفت وکړ او باور يې څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.
د فنلند صدراعظم ماتی وانهانين د اپريل په نولسمه نېټه د فنلند د راډيويی شرکت په سهاري ټولوزيونی پروګرام کې وويل د سپورت او سياست تر منځ بېلتون د فنلند دايمی تګلاره ده. دی به د بېجينګ اولمپيک لوبو په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
د فوټبال د نړيوالې کمېټې مشر جوسيف بلاتر د اپريل په نولسمه نېټه په بېجينګ کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې له مشر ليو چي سره د خبرو اترو په ترڅ کې د اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو برياليتوبونو په اړه ليو چي ته مبارکی وويله او باور يې څرګند کړ چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.
د اورپايی ټولنې د سوداګريزې کمېټې غړي پيټر مانديلسون څو ورځې مخکې ويلي وو دی د بېجينګ اولمپيک لوبو پر ضد د مبارزې ملاتړ نه کوي.