د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پانګونې لومړی نړيوال فورم چې د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې او د پانګونې چارو د پرمخبيولو نړيوالې ټولنې لخوا جوړ شوی، د اپريل په نولسمه نېټه د غانا په پلازمينه اکرا کې پرانيستل شو.
د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې سرمنشی سوپاچای پانيتچپکدی د فورم په پرانستونکو مراسمو کې وويل دغه فورم د پانګې اچوونکيو او د پانګې جلبونکيو هېوادونو او سيمو لپاره د تبادلې يوه زمينه برابروي.
په نړيوال بازار کې د غلودانو بيې د لوړېدو په اړه هغه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د کرنيز توليد په برخه کې ډېره پانګونه وکړي او د کرنې په چارو کې له بۍ وزلو هېوادونو سره مرستې وکړي.