<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-21 19:33:58    
شانګهای وګړيو ته د عامه کلتوری خدمتونو لپاره يوه نوی زمينه برابروي

cri

د چين په ختيځ کې شانګهای ښار اوس وګړيو ته د عامه کلتوری خدمتی لارو چارو د نوښت لپاره کوششونه کوی. ځايی حکومت د عامه کلتوری خدمتونو د نوې زمينې د برابرولو له لارې وګړيو ته اسان، ګټور او له غوښتنو سره سم کلتوری او سپورتی فعاليتونه وړاندی کوی.

همدا اوس مو د شانګهای د مين هانګ سيمې د هونګ چياو علاقه دارۍ د وګړيو لپاره د وړيا نندارې غږ واورېد. د شانګهای حکومت د عامه کلتور د خدمتی زمينې له لارې وګړيو ته رنګارنګ کلتوري او سپورتی فعاليتونه، لکچرونه او د روزنې چارې برابروی. د دونګ فانګ په نامه د تبليغاتو او روزنو يو خدمتی مرکز د شانګهای له ځايی حکومت سره تړاو لري. د دغه مرکز مشر ني بينګ زموږ خبريال ته وويل د پروګرامونو د ټاکلو په اړه دوه لارې شته دي. لومړی، دوی د وګړيو اړتياوو او وړانديزونو د راغونډولو لپاره کارکوونکي د استوګنې مرکزونو ته ليږي. دوهم وګړی پر انټرنيټ خپلې غوښتنې څرګندولای شي. وروسته به بيا د سيالۍ له لارې نندارې وړاندی کوونکی ډلې او پروګرامونه وټاکل شي.

ښاغلي ني بينګ وويل 

سږ کال مو د ٢٠٠٧ کال د ټولو نندارو د پلټنې او د وګړيو د اړتياوو له مخې، يوه مناقصه تر سره کړه. ډېرو کلتوري ډلو او سپورتي ارګانونو په دغه مناقصه کې ګډون وکړ، زموږ د کارپوهانو له ارزونې وروسته به تر ټولو ښې عامه کلتوري سرچينې

وړاندی شي.

د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری د ښاغلي ني بينګ په مشرۍ ارګان يوازی د کلتوري نندارې په برخه کې وګړيو ته د هو او يوی اوپرا، د خوشحالۍ وړ ډرامې او دغه راز د نانځکو نندارې په شمول د څلويښت ډولونو څه دپاسه زر نندارې وړاندی کړی چې د نندارچيانو شمېر يې دوه سوه او لس زره تنو ته رسيدلی دی. د خپل ژوند چارو د بشپړولو تر څنګ په نور پاتی وخت کی د استوګنې مرکز په تالار کې د يوې هنري نندارې کتل د ډېرو وګړيو د ساعتېرۍ يوه مهمه لار ګرځېدلی ده.

پر هنري نندارو سربيره، د شانګهای ځايی حکومت له ټولنيزو ډلو سره په همکارۍ علمی کارپوهانو او هنرمندانو ته بلنه ور کړې چې وګړيو ته وړيا لکچرونه وړاندی کړی. د يو هنري لکچر له پای ته رسېدو وروسته، زموږ خبريال له يو اورېدونکي ښاغلي يانګ سره مرکه وکړه 

خبريال: ايا دا لومړی ځل دی چې تاسی لکچر اورئ؟

يانګ: نه، څه دپاسه لس ځل مې دغه شان لکچرونه اورېدلی دي.

خبريال: په هر لکچر کې د اورېدونکو شمېر ډېر دی؟

يانګ: هو، هر ځل دلته ډېر اورېدونکی ليدل کيږی.

د ٢٠٠٤ کال له جون راهيسی څه نا څه اوه زره داسی وړيا لکچرونه وکړل شوی چې د اورېدونکو شمېر يې دوه مليون او اوه سوه زره تنو ته رسيدلی، دغه چاره اوس په شانګهای کې يو ډېر مشهور فعاليت ګرځېدلی دی. ښاغلي يانګ په دې اړه ژور احساسات لري. دی وايی دغه لکچرونه د خيريه چارو ځانګړيتوب لري او د هغو کسانو دغه غوښتنه يې پوره کړی چې غواړي خپل هنري کيفيت لوړې سويې ته ورسوي.

د انټرنيټ شبکه يو نوی ډول خبري رسنۍ ده چې په وروستيو کلونو کې يې ګړندی پرمختګ کړی دی. شانګهای د دغې خبري رسنۍ په استعمال سره وګړيو ته د عامه کلتوري خدمتونو د برابرولو لپاره د استوګنې په ډېرو سيمو کې د معلوماتو مرکزونه جوړ کړی دی. د ختيځ معلوماتی پرمختګ محدود شرکت چې د دغو مرکزونو د جوړونې او کارونې دنده پر غاړه لري، مشر يې ښاغلي لي جو پينګ وويل دغه مرکزونه ستر رول لوبوي. په دغو مرکزونو کې زړو کسانو ته وړيا روزنه برابرېږی. د معلوماتو په يو مرکز کې اوه شپېته کلن ښاغلي جانګ چې د انټرنيټ شبکه يې استعمالوله، زموږ خبريال ته وويل

زه په عمده توګه پر انټرنيټ نړيوال خبرونه ګورم. د انټرنيټ تکنولوژۍ له زده کړې وروسته زما نظريې پراخې شوې او د ژوند چارو تر څنګ په نور پاتې وخت کې زما ژوند ته بېل رنګ ور کوی.