د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د خبري رسنيو له مخې، په چيکاګو کې له خبريالانو سره د امريکا د اولمپيک لوبغاړيو د مرکې په ترڅ کې چې څو ورځې مخکې تر سره شوه، ډېرو امريکايی مشهورو لوبغاړو د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون په اړه هيله څرګنده کړه.
د امريکا مشهورې لوبغاړې ابی وامباچ چې د فوټبال د ښځينه ډلې د لومړی وهلونکې په توګه بلل کېږی، په دغه مرکه کې وويل زموږ دنده په ښو حالاتو د هېواد په استازيتوب د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون او له دې لارې د نړيوالې سولې او د اولمپيک لوبې خپرول دي.
د امريکا د لامبو وهلو مشهور لوبغاړی ميچيل فيلپس چې د اولمپيک شپږ طلايی مډالونه يې تر لاسه کړي، وويل له بېجينګ څخه مې څو ځله ليدنې کړي او هلته مې د وګړيو خوشحالی احساس کړې ده. سږ کال د اولمپيک کال دی نو زما هيله د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د ښو تياريانيو نيول دی.