د بهر په ديارلسم تم ځای کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د اپريل د يوويشتمې نېټې له غرمې وروسته په دوو بجو د ماليزيا په پلازمېنه کوالا لامپور کې پيل شو. د ماليزيا د اولمپيک کمېټې مشر د لومړي مشال لېږدونکي په توګه د خپلواکۍ له ډګر څخه منډه ووهله.
نژدی زر تنه نندارچيان د کوالالامپور د خپلواکۍ په مشهور ډګر کې راغونډ شول او د بېلا بېلو بيرغونو په ښورولو سره يې د اولمپيک لوبو له سپيڅلي مشال څخ خپل ملاتړ څرګند کړ.
د ټاکلي پلان له مخې به ټول اتيا تنه مشال لېږدونکي د شپاړس کيلومترو په اوږدوالي لار کې سپيڅلی مشال ولېږدوي.