<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-21 21:00:04    
د FAW-VW موټر شرکت لوړ پوړی کارپوه

cri

د چين د اقتصادی او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به په چين کې د FAW-VW موټر شرکت د لوړ پوړي کارپوه ما جی ګانګ د ژوند او کار په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د FAW-VW موټر محدود شرکت د چين د موټر لومړی ډله ايز شرکت او د اودي موټر د ونډو شرکت له خوا په ګډه جوړه شوې يوه لويه تصدۍ ده چې کارکوونکي يې په عمده توګه له چين او المان څخه راغلي دي.په ٢٠٠٥ کال کې ښاغلی ماجی ګانګ څلورم ځل د المان د ولسواګن موټر محدود شرکت د استازي او د FAW-VW موټر محدود شرکت د المانی خوا د لوړ پوړي مسئول په توګه چين ته راغلی و.زمونږ خبريال د چين د جي لين ولايت په چانګ چون ښار کې د FAW-VW په توليدی کوټه کې له دغه المانی سره وکتل. هغه وويل(اواز...........)زما نوم ماجی ګانګ دی او په عمر ٥٢ کلن يم .اووه ويشت کاله مخکی مې د المان د ولکسواګن موټر په محدود شرکت کې په خپل کار پيل وکړ.تر اوسه پوری مې په چين کې د دوولسو کلونو لپاره کار کړی دی. هغه وويل په برلين ښار کې زيږيدلی او له ماشومتوب څخه يې له موټر سره علاقه درلوده، په ١٩٨٠کال کې يې د المان د ولکسواګن شرکت کې کار پيل کړ او په ١٩٨٨ کال کې يی د المانی خوا استازي په توګه د چين په چانګ چون ښار کې کاروکړ او په وروستيو کلونو کې يې د دغه ښار بدلونونه يې وليدل.د صنايعو پر چټک پرمختګ سربېره په دغه ښار کې د ٢٠٠٨ کال لپاره د أسيا د شپږمې دورې ژمنی سپورتی لوبې او د شمال ختيځې أسيا نندارتون ښاغلی ما جي ګانګ ته ژوره خاطره پرې ايښې ده.

(اواز..........)له دغو فعاليتونو څخه نه يوازی د صنعتی کيدو په بهير کې بلکی په سيلانۍ چارو کې د چانګ چون ښار چټک پرمختګ څرګنديږي.

د دغه شرکت د پلان جوړولو څانګې د لوړ پوړي عمومی مدير په توګه ښاغلی ما جي ګانګ تل د چينی او بهرنيو کارکوونکيو ترمنځ همغږۍ ته پام کوي.په ١٩٩٢ کال کې د FAW-VW موټر شرکت د جوړولو په وخت کې توليدی اندازه يوازی اته زرو ته ورسيده او د کارکوونکيو شمېريې هم ډېر لږ و، خو په ٢٠٠٧ کال کې د دغه شرکت د موټرونو توليدی اندازه نژدی څلور لکه او نهه زرو ته ورسيدله.هغه وويل د دغه بدلون رامنځته کيدل نه يوازی د المانی کارکوونکيو له کوششونو بلکی له چينی کارکوونکيو سره اړيکی لري.

په ١٩٩٦ کال کې دغه شرکت لومړی د چين موټر په ساحه کې د توليداتو کيفيت ته ډېر ارزښت ور کړی چې له امله يې له لسګونو کلونو وروسته نه يوازی د موټرونو د پلورنی او توليد اندازې له پلوه بلکی د توليدی تخنيک او دارې له پلوه په دغه شرکت کې ژور بدلونونه رامنځته شوي دي.اوس مهال د توليداتو کيفيت ته د ډېر ارزښت ور کولو په اړه افکار د توليد په هر بهير کې پلي کيږي.د موټرونو د لوړ پوړي کارپوه په توګه ښاغلی ما جي ګانګ د يو ښه موټر په اړه خپل معيار لري. دی وايي د ده په أند (اواز...........) يو ښه موټر نه يوازی بشپړ او ښه کاری توان لري،بلکی له پلورلو وروسته موټر توليدونکی د اخيستونکيو لپاره ښه خدمت تر سره کوي.

په ١٩٩١ کال کې د لومړی موټر د جوړولو په وخت کې د FAW-VW شرکت پانګه يوازی دری مليارډ او اووه سوه مليون يوانه وه ، خو اوس يې عمومی پانګه ٢٧ مليارډ او شپږ سوه مليون يوانو ته رسيدلی ده.ښاغلی ما د ښو پايلو تر لاسه کولو ترڅنګ تل پر دايمی پرمختګ فکر کوي.

د ٢٠٠٤ کال په جون کې دغه شرکت په رسمی توګه د موټرونو په برخه کې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو د يو همکار په توګه وټاکل شو چې د دغو سپورتی لوبو په موده کې به پنځه زره کاری موټر برابر کړي.د دغه شرکت له خوا د اولمپيک ستراتيژي هم د تېر کال تر پايه پوری پلی شوې او د ٢٠٠٨ پای ته به دوام ور کړی شی.

نوموړي د شرکت د دايمی پرمختګ د يادونې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې د FAW،د المان د ولکسواګن او اودي له شرکتونو سره همکاری پياوړی کړي او د ٢٠٠٨ کال له سپورتی لوبو مخکې بازار ته د نويو توليداتو د عرضې لپاره کوشش وکړي.