د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال لېږدونې فعاليت د اپريل په ٢١ نېټه د ماليزيا په پلازمينه کوالالامپور کې په بريالۍ توګه تر سره شو.
کوالالامپور په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې ديارلسم تم ځای و . سپيڅلی مشال په ٤ ساعتونو کې د اتيا تنو مشال لېږدونکيو له خوا د شپاړس کيلومترو په اوږدوالي لار کې لېږدول شو. دا د ١٩٦٤ کال د توکيو له اولمپيک لوبو وروسته دوهم ځل وچې د اولمپيک سپورتي لوبو مشال ماليزيا ته ورسېد .