<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-22 18:52:36    
د پولند لوبغاړي په فعاله توګه د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره تياريانې نيسي

cri

د اولمپيک نهه ويشتمې دورې لوبې به په راتلونکی اګست کې په بېجينګ کې تر سره شي. اوس د اولمپيک لوبو پرانيستلو ته څلور مياشتې پاتی دی او د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي په دغو لوبو کې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره فعالې تياريانی نيسی. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د پولند د اولمپيک لوبو کمېټې د دفتر مشر کاجتن برونيفسکی څو ورځې مخکې زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د پولند لوبغاړی اوس په تمرينونو بوخت دي او د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره تياريانی نيسی. نوموړي په همدی وخت کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو ستاينه وکړه. هغه وويل

اوس د پولند يو شمېر لوبغاړی په هسپانيا، پرتګال او ايتاليا کې په روزنه کې برخه اخلي، يو شمېر لوبغاړی د پولند د اولمپيک په دولتی مرکز کې تمرينونه کوی. پر دې سربيره يو شمېر لوبغاړي د اولمپيک په دغو لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کولو لپاره سيالۍ تر سره کوي.

ښاغلي برونيفسکی وويل د پلان له مخې به د پولند لوبغاړی د تمرينونو لپاره د اولمپيک له لوبو مخکې چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ته ولاړ شي. اټکل کېږی چې پولند به يو لوی پلاوی د بېجينګ اولمپيک لوبو ته وليږي چې له دوه سوه او شپېته يا دوه سوه او اتيا تنه لوبغاړو څخه جوړېږي او په دري پنځوس پروګرامونو کې به ګډون وکړي. نوموړي وويل اوس د يو شمېر پروګرامونو په اړه د بېجينګ په

اولمپيک لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کولو سيالۍ روانې دي. که پولند په ځينو ډله ايزو سياليو کې په اولمپيک لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړي، نو د پولند په پلاوی کې به د لوبغاړيو شمېر نور هم زيات شي. د پولند اولمپيک کمېټه به په راتلونکی جولای کې د خپل پلاوي نوم ليست خپور کړي.

د خبريال دغې پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې چې د پولند لوبغاړي به په کومو پروګرامونو کې مډالونه تر لاسه کړي؟ ښاغلي برونيفسکی وويل

د پولند پياوړی پروګرام د اوبو په اړه پروګرامونه دي، لکه لامبو وهل او بيړۍ چلول.پر دې سربيره، د وزن پورته کولو، جودو، غېږې نيولو او تورې وهلو لوبې په پروګرامونو کې هم د پولند لوبغاړي د مډال تر لاسه کولو امکان لري.

نوموړي وويل د اتن په اولمپيک لوبو کې د پولند پلاوی يوازی لس مډالونه ګټلی، نو د پولند لوبغاړی به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د نورو زياتو مډالونو تر لاسه کولو لپاره کوششونه وکړي. د لوبغاړو د هڅولو لپاره د پولند اولمپيک کمېټی پرېکړه کړې چې مډال تر لاسه کوونکيو لوبغاړو ته د جايزې سويه لوړه کړي. طلايی مډال تر لاسه کوونکی لوبغاړي به د دغه هېواد دوه سوه زره پيسی او يو موټر جايزه لاسته راوړي. نقريی او برونزی مډالونو تر لاسه کوونکی لوبغاړی به په جلا جلا توګه د دغه هېواد يو سل او پنځوس زره او سل زره پيسی وګټي.

په همدې وخت کې ښاغلي برونيفسکی د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياريانو ستاينه وکړه. په ٢٠٠٧کال کې ده د پولند د اولمپيک کمېټې پلاوی په مشرۍ د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو ته د يو کال پاتی کېدو د لمانځنې په فعاليت کې ګډون وکړ او د بېجينګ له اولمپيک سټديومونو او اړوندو

تاسيساتو څخه يې ليدنه وکړه. دغه سفر ده ته ژوره خاطره پرې ايښی ده. هغه وويل د بېجينګ اولمپيک سټديوم او اړوند تاسيسات ډېره لوړه سويه لري. دی وايی

زه د سپورت په برخه کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياريانو په اړه ډېر باور لرم. ځکه چې بېجينګ د سپورت په ساحه کې يو پياوړی هېواد دی. د اتن په اولمپيک لوبو کې د مډالونو شمېر په ساحه کې چين له امريکا وروسته دوهم هېواد و . د ترتيب تياريانو په برخه کې د اولمپيک ټول سټديومونه او اړوند تاسيسات په بنسټيزه توګه بشپړ شوي او کيفيت يې ډېر ښه دی چې زموږ له هيلې سره سمون خوری.

د مرکې په پای کې ښاغلي برونيفسکی هيله څرګنده کړه چې د چين نړيوالی راډيو ټول اوېدونکی په خوښۍ او خوشحالۍ سره د بېجينګ اولمپيک لوبو هره شېبه وګوري چې له مخې به يې د بېجينګ اولمپيک لوبې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د يادونې وړ پاڼه وګرځي.