<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-22 17:38:40    
د چين د بدمينتون غوره لوبغاړې جانګ نينګ

cri

جانګ نينګ چې د چين د بډمنتون غوره لوبغاړې ده د ١٩٧٥ کال د می په نولسمه نېټه د چين په لياو نينګ ولايت کې زېږېدلی ده. د جانګ نينګ د قد لوړوالی يو سل او پنځه اويا سنټيمتره دې او په عمده توګه د بدمينتون په ځانګړی سيالی کې لوی لاس لري.

مېرمن جانګ نينګ له ١٩٩٤ کال څخه تر اوسه د چين په استازيتوب په بېلابېلو نړيوالو سياليو کې ګډون کړي دی. جانګ نينګ د خپل سپورتي ژوند په پيل کې ښې پايلې تر لاسه نه کړې. په ٢٠٠٣ کال کې يې په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو لومړی مډال تر لاسه کړ. په ٢٠٠٤ کال کې يی د اتن په اولمپيک لوبو کې د بډمنتون په ځانګړی ښځينه سيالۍ کې هم د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. جانګ نينګ په بدني روزنه کې ډير کوښښ کوي او په فارغ وخت کې له موسيقۍ سره ډيره مينه لري چې د موسيقۍ له اورېدو سره استراحت کوي.

د جانګ نينګ قد ډېر لوړ دی او په لوبه کې په فعال بريد کولو کې يی لوی لاس لري. په نړيواله اتلوالۍ او اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال له تر لاسه کولو وروسته تل پر خپلې لوړ سويې ټينګار کوي.اوس جانګ نينګ په نړۍ کې دوهم مقام نيسي.

جانګ نينګ په ١٩٨٥ کال کې د لياو نينګ ولايت د جين جو په سپورتي ښوونځی کې روزل شوی چې روزونکي يی دو جي شين و. په ١٩٨٩ کال کې د لياو

نينګ په ولايتي سپورتي ښوونځی کې او بيا په همدې کال کې د دغه ولايت په ځانګړی لوبډلې کې شامله شوه. جانګ نينګ په ١٩٩٠ کال کې د چين د ځوانانو لوبډلې او بيا په ١٩٩١ کال کې د چين د دولتي لوبډلې لوبغاړې شوه.

جانګ نينګ په تېرو لسګونو کلونو کې ډيرې ښې پايلې تر لاسه کړې دي.د بلګې په توګه په ٢٠٠٣ کال کې يی د سودين، سينګاپور، المان او هانګ کانګ په پرانيستنو سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړي دي. دغه راز په همدې کال کې يی د نړيوالې اتلولی د سرو زرو مډال هم تر لاسه کړ. هغې له خپلو ملګرو سره يو ځای د سوديرمان کاپ په سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړ.

په ٢٠٠٤ کال کې يی د اتن په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال او له خپلو ملګرو سره يی د اوبير کاپ په سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړ.

په ٢٠٠٥ کال کې يی د چين، هانګ کانګ، ماليزيا، سينګاپور او جاپان په پرانيستنو سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل. په دې کال کې يی په نړيواله اتلولی کې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ.

اوس جانګ نينګ د چين په لوبډله کې يوه زړه لوبغاړې ګڼل کېږي چې د لسګونو کلونو سپورتي ژوند په ترڅ کې له ډيرو خوږو او ناروغيو سره مخامخ شوې ده. خو د هغې اوسنی موخه دا ده چې په ٢٠٠٨ کال کې د چين د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ښې پايلې تر لاسه کړي.