<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-22 17:48:47    
د چين د بودالا ماڼۍ

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او چين ته د سفر پروګرام نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. ګرانو اوريدونکو، دغه سندره چې تاسی واورېده، د چين د تبت په خپلواکه سيمه کې د بو دا لا ماڼۍ د ترميمولو په بهير کې د کارکوونکو له خوا ويل شوی ده. دغه سندره له تېرو شلو کلونو راهيسي د بو دا لا ماڼۍ په ګوټ ګوټ کې ويل کېږي.

د بو دا لا ماڼۍ چې تاريخ يی له يو زر او دری سوو کلونو څخه اوښتی دی، د چين د تبت خپلواکې سيمې د لا سا ښار په مرکز کې پرته ده. دغه ماڼۍ په نړۍ کې د سمندر له سطحې څخه تر نورو ډيره لوړه او په ښه توګه ساتل شوی ماڼۍ ګڼل کېږي. د دغې ماڼۍ په اړه يوه کيسه شته چې په ويل کېږي دغه ماڼۍ په اوومه پيړۍ کې د تبت پاچا د تانګ امپراتوري دورې د وين چن په نامه له شاهزادګې سره د واده لپاره جوړه شوې ده. د دغې ماڼۍ عمده ودانۍ ديارلس پوړيزه ده او له ډبرو او لرګيو څخه جوړه شوې ده، او د ټولې ماڼۍ پراخوالی څلور سوه زره مربع مترې ته رسېږي. دغه ماڼه اوس د تبت قوم د لرغونې ودانۍ غوره اثر ګڼل کېږي.

خو د تېرو څو سوو کلونو په اوږدو کې دغه ماڼۍد ودانۍ جوړښت او طبيعی چاپيريال د بدلون له امله له خطرناکو حالاتو سره مخامخ شوې ده. د چين حکومت د تېرې پيړۍ له پنځې لسيزې راهيسي، په تېره بيا په تېرو شلو کلونو کې د بو دا لا ماڼۍ د ترميم لپاره د پانګې لګولو چارو ته دوام ورکړی دی.

له ١٩٥٩ کال راهيسي، د چين حکومت هر کال د دغې ماڼۍ د ترميم لپاره ځانګړی پيسی لګولې او د ١٩٨٩ او ٢٠٠٢کالونو ترمنځ يی دوه ځله ستره پانګه لګولي ده چې په ترڅ کې يې په پوره توګه دغه ماڼه ترميم کړې ده. د بو دا لا مانۍ د ادارې څانګې مشر قامبا کيلزانګ وويل له ١٩٨٩ کال څخه تر ١٩٩٤ کاله پورې د چين مرکزي حکومت د بو دا لا ماڼۍ د لومړنی ځل ترميم لپاره دری پنځوس مليون يوانه لګولي دي. د لومړی ځل ترميم عمده موخه د ودانۍ د خطرونو له منځه وړل او د جوړښت ټينګول و. څو کلونه وروسته له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د چين حکومت د دغې ماڼۍ د ترميم لپاره يو سل او اويا مليون يوانه لګولی دی.

د معلوماتو له مخې د بو دا لا ماڼۍ د ترميم دوهمه پروژه له پنځو برخو څخه عبارت ده چې د لرغونې ودانۍ د بنسټيزو ډبرو ټينګوالی، د دغې ماڼۍ په شاوخوا سيمه کې د چاپيريال ښه والی، د بريښنا برابرولو او د اوبو ايستلو سيستمونه او د اور د مخنيوی، د امنيت ساتلو او د تالندې د مخنيوۍ د سيستمونو بشپړتيا ، د ودانۍ د دايمي پلټنې او د دېوالی تصويرونو ترميمول و. جيانګ يانګ د تبت د لا سا د لرغونې ودانۍ د هنری شرکت يو زوړ فنی کارکوونکی دی چې د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسي د بو دا لا ماڼۍ د ترميم په کارونو کې ګډون کړی و. ده وويل ما څو څو ځله د بو دا لا ماڼۍ په ګډون د يو شمير مهمو لرغونو اثارو د ترميم په پروژه کې ګډون کړی دی . هېواد د دغو تاريخي اثارو د ساتنې لپاره ډيرې پانګې لګولي دي. دغه ودانۍ د تاريخي اثارو په توګه له نورو ودانيو سره توپير لري په تېره بيا د ترميم په بهير کې سره بېلې دي. نو ځکه موږ د پروژې په موده کې د بېلا بېلو خواوو وړانديزونه راغونډ کړي دي.

سونام چې د تبت سيمې يو بوډايی وګړی دی په تېرو څو کلونو کې پخپله د بو دا لا مانۍ بدلونونه کتلي دي. هغه وويل په تېرو څو کلونو کې حکومت د بو دا لا ماڼۍ او د ساکيا معبد په ګډون د ډيرو مهمو معبدونو د ساتنې لپاره لويی پانګې لګولي دي. د دغو فعاليتونو په ترڅ کې نه يوازي د تبت د غوره تاريخي اثارو ساتل شوي، بلکې دا د بوډايی وګړيو په اړه ډير ګټور او ارزښتناک تدبيرونه هم ګڼل کېږي.

اوس د بودا لا ماڼۍ د ترميم پروژې په عمده توګه په سلو کې اويا برخه پای ته رسيدلې ده. له پلان سره سم به دغه پروژه د روان کال تر پايه پورې پای ته ورسېږي. دغه راز اوس په تبت کې د نوربو لينګکا او د ساکيا معبدونو د ترميم پروژې روانې دي.

تبت د چين له هغو ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې ډير زيات تاريخي اثار په کې دي. په تېرو شلو کلونو کې مرکزي حکومت او د دغې سيمې حکومت په عمومی توګه د يو زر او څلورو سوه معبدونو، تاريخي اثارونو او مذهبی ځايونو د ترميم او پرانيستلو لپاره يو مليارډ يوانه پانګه لګولې ده. د روان کال له پيل راهيسي د چين حکومت به د دوه ويشتو تاريخي اثارو او معبدونو د ترميم لپاره نور شپږ سوه مليون يوانه پانګې ولګوي.