د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې يو شمير بهرنيو خبري رسنيو په تېرو څو ورځو کې د ليکنې په خپرولو سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال د ليږدونې په بهير کې د چين په اړه لويديځو خبرې سرنيو ناسم خبرونه وارزول.
د فرانسې د لي فيګارو ورځپاڼې د اپريل په يوويشتمه نېټه دغه خبر خپور کړ چې د دغه هېواد ولسمشر نيکولاس سارکوزي په يو پيغام کې د چين د مشال ليږدونکي جين جينګ د حال احوالو پوښتنه وکړه او هغې ته يې له فرانسي څخه د ليدنې په اړه بلنه ورکړه. په دغه خبره کې ويل شوي چې د سارکوزي دغه عمليات د مشال د ليږدونې په بهير کې د ځينو فرانسويانو پر ناوړې عملياتو د غندنې معنی لري.
د امريکا د سان جوس ميرکوري نيوز ورځپاڼې د اپريل په شلمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل د اولمپيک لوبو مشال د ارژانتين، تانزانيا او عمان لخوا توق هر کلی وشو او په اسيا کې د مشال ليږدونه به په مداومه توګه د اسيايانو وياړ وګڼل شي.