<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-22 19:15:09    
تبتيان د غلودانو په کرکيلي بوخت دی

cri

په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د تبت د خپلواکې سيمې په لاسا کې د يالوځان بو سيند پرغاړه داسی حالت ليدلی چې بزګران پکې د غلودانو په کرکيلي بوخت وو.

د اپريل په ٢٣ نېټه سهار زمونږ خبريال د لاسا ښار په دا جی ولسوالۍ کې داسی حالت ليدلی چې ٥٩ کلن تبتی بزګر ګه سان په خوشحالۍ سره په سندرو ويلو په خپله ځمکه کې د عنمو کرکيلی کاوه.هغه وويل وړمه ورځ واوره واوريده، نو هيله من يم چې روان کال ښه حاصلات ولرم.زمونږ کورنۍ شپږ غړي لري. دوه کاله مخکی مې نوې ودانۍ جوړې کړې ، نو ژوند مې اوس نيکمرغی دی.

د دغې ولسوالۍ بزګر داوا هم په خوشحالۍ خبريال ته وويل اوس ژوند ښه شوی او د لوی شرکت له خوا مې د اخيستلو سپارښتنه تر لاسه کړی چې غواړي زما غنم واخلي.روان کال دغه شرکت د دغې ولسوالۍ بزګرانو ته د نژدی ٦٠٠ هکتارو غوره غنمونو د اخيستلو سپارښتنه وړاندې کړې چې د هر کيلو ميترو غنمونو اخيستلو بيه د تر ټولو ټيټې بيې په پرتله صفر اعشاريه دوه يوانو ته رسيدلې ده . په همدی وخت کې دغه شرکت هم د بزګرانو د لارښوونې لپاره هم هر کلي ته يو ځانګړی کرهڼيز فنی پروسنل ليږي.هغه وويل چې روان کال به زما عايدات څلور زره يوانو ته ورسيږي.

د دوي لونګ ده چينګ ولسوالۍ لانګ کا کليوال وګړی ني ما وويل پخوا د هر کال د په پسرلي کې د کرهڼيزو توکيو د کرکيلي لپاره دوه يا دری مياشتې ومت لګيږي، خو اوس ټراکټورونه او وسايل زيات شوی چې په پايله کې يې په کرهڼيزو توليد کې

ټراکټورونه کارول کيږي.

په وروستيو کلونو کې د تبت د خپلواکې سيمې ګوندی کميټې او حکومت د کرنې ، بزګرانو او کليوالو سيمو مسئلې ته ډېر ارزښت ور کړی او هر کال يې په جلا جلا توګه د سيمه ايزو بزګرانو له خوا د کيمياوی سرې او کرهڼيزو درملونو د اخيستلو لپاره ٧٢ مليون يوانه او ١١ مليون او پنځه سوه زره يوانه لګولی دی.

د تبت د خپلواکې سيمې د کرنې او مالدارۍ ادارې د کرهڼيزو توکيو د کرکيلي څانګې مشر ځان دوي وويل اوس په تبت کې د کرهڼيزو توکيو د روزلو حالت ښه دی . روان کال به د اټکل له مخې د کرکيلي بېلا بېلو کرهڼيزو توکيو مساحت ٢٣٦ زره هکتارو ته ورسيږي .اوس د تبت حکومت ٨٨٤ ټنه کرهنيز درملونه اخيستی او بېلا بېلو ځايونو ته يې ليږلی دی .

له دی امله چې د روان کال د پسرلي په موسم کې د کرهڼيز توليد کارونه په وختی ډول ترتيب شوي په تېره بيا د کيمياوی سرې بيې له لوړوالي مخکی په وخت له اړوندو تصديو سره د دغو شيانو د اخيستلو تړون لاسليک شوی، نو بزګرانو په اغيزمنه توګه د دغې بيې له امله پر کرهڼيز توليد له منفی اغيزې څخه ډډه کړې ده. ځان دوي وويل په تبت کې د کيمياوی سرې د اخيستلو لپاره د بزګرانو لګښت نه دی زيات شوی.