د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال لېږدونې فعاليت د اپريل د دوه ويشتمې نېټې په پنځلسو بجو او پنځوسو دقيقو په بريالۍ توګه د اندونيزيا په پلازمينه جاکارتا کې تر سره شو.
جاکارتا د مشال د ليږدونې څوارلسم تم ځای دی. دغه فعاليت د دوه نيمو ساعتو لپاره دوام کړ او اتيا تنه ليږدونکو په کې ګډون درلود.
له جاکارتا وروسته به د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال ليږدونې فعاليت د استراليا په پلازمينه کانبرا کې تر سره شي.